شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد غزې وروستۍ پېښې ته د طالبانو غبرګون؛ نړیوال دې په غبرګونونو...

د غزې وروستۍ پېښې ته د طالبانو غبرګون؛ نړیوال دې په غبرګونونو بسنه نه کوي

تاند:( چارشنبه، د میزان ۲۶مه) د  طالبانو بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د یوه روغتون خونړۍ پېښه چې دوی یې سرچینه د اسراییلي ځواکونو بمبار ښودلی په کلکو ټکو غندلی او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بللې ده.

بهرنیو چارو وزارت د ټولې نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه مدافعو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د  اسلامي همکاریو په سازمان غږ کړی، چې هرڅه ژر د اسراییلو لخوا پر فلسطین د بریدونو د تکرار مخه ونیسي.

طالبانو په دې اعلامیه کې سره له دې چې خپله هم غزه کې روان وضعیت غندلی، خو زیاته کړې ده چې یوازې په غندنو دې بسنه ونه شي.

د دوی وزارت ټینګار کړی،که چېرې د دې وحشت او بربریت مخه په عاجله توګه ونه نیول شي نو کیدای شي د سیمې وضعیت لا ترینګلی شي او داسې عکس‌العملونو ته به لاره پرانیزی چې له کنټرول څخه وتلي او د ټولې سیمې او نړۍ په زیان به تمام شي.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي؛ له اسراییلو څخه د ځینو هیوادو ښکاره ملاتړ او د ځینو خاموشي د دې زمینه برابره کړې چې د دغه هېواد رژیم خپلو ظلمونو او وحشت ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست ته په یوه منسوب کړل شوي او ادعا شوي لیک کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د طالبانو استخباراتي ځواکونو ته امر شوی څو د فلسطین جګړې ته د طالب جنګیالیو د احتمالي ورتګ مخه ونیسي.

طالبانو دغه ادعا شوی مکتوب تر اوسه رد کړی یا تایید کړی نه دی.

د طالبانو ځینو منتقدانو دوی ته په پېغور وزمه پیغامونو کې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې دوی تر قیامته د جهاد د دوام خبرې کولې، خو اوس د فلسطین په اړه ځکه غلي دي چې امریکا ته یې د دوحې تړون کې د هغه هېواد مخالفو ډلو سره د مرستو د نه کولو ضمانت ورکړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا په یوه وینا کې دا ډول نیوکو ته غبرګون ښودلی او ویلي چې دوی چا سره کومه معامله نه ده کړې.

.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب