Home+میټا نوی مصنوعي ذهانت راباسي

میټا نوی مصنوعي ذهانت راباسي

تاند- میټا شرکت، چې فیسبوک، انسټاګرام او وټس اپ هم ورپورې تړلي، د چټ جي پي ټي په مقابل کې نوی مصنوعي ذهانت راباسي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، میټا د لا پیاوړي نوي مصنوعي ذهانت د جوړولو په حال کې دی.

رویټرز خبري اژانس هم له دې موضوع د خبرو سرچینو په قول راپور ورکړ چې میټا د مصنوعي ذهانت پر یوه نوي سیستم کار پیل کړی چې ښايي د نړۍ تر ټولو قوي مصنوعي ذهانت وي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې د فیسبوک مور، یعني میټا کمپنۍ غواړي چې خپل نوی مصنوعي ذهانت راتلونکی کال چمتو کړي.

دا مصنوعي ذهانت به ایل لاما -۲ نومېږي او د موجودو مصنوعي ذهانتونو څو برابره به پیاوړی وي.

وال ستریټ ژورنال وايي، د دغه سیستم پروګرامینګ له نورو شرکتونو سره په متن، تحلیلونو اونورو برخو کې مرسته کولی شي.

میټا تمه لري چې د دې نوي مصنوعي ذهانت د زده کړې سیستم به، چې د سترې ژبې ماډل ګڼل کېږي، د ۲۰۲۴ په لومړیو کې پیل کړي.

د تېر کال په وروستیو کې د چټ جي پي ټي له راوتلو وروسته ډیرو خلکو دغه چټ ته مخه کړه او ورسره هممهاله نورو شرکتونو د مصنوعي ذهانت خوا ته پام زیات کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...