Homeخبرونههند: د افغان قضیې حل لاره موندل مو لومړیتوب دی

هند: د افغان قضیې حل لاره موندل مو لومړیتوب دی

تاند:(چارشنبه، د میزان ۲۵مه) د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې کشالې د حل غوښتنه کړې او ویلي چې د دغه حل د لارې لټول لا هم د هند لومړیتوب دی.

اجیت دووال په قزاقستان کې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دویمه ناسته کې وویل: له افغانانو سره په بشري مرستو سربېره باید ټولو ته دا مهمه وي چې هلته یو ټولشموله او استازي حکومت تشکیل شي، له ترهګرۍ سره مبارزه او همدارنګه د ښځو او لږکیو حقونه اعاده شي. 

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني او د ډپلوماټیکو اړیکو په بیا رغولو کې یې هم لا لیوالتیا نه ده ښوولې.

له دې سره د هند منتقدان دغه هېواد تورنوي چې په نوې ډیلۍ کې د افغانستان سفارت په تدریجي ډول طالبانو ته سپاري او د دې کار لپاره یې پر دغه سفارت د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام له واکمنو دیپلوماتانو سره همکاري ونه کړه.

طالبانو بیا د هند غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د افغانستان د نظام د څرنګوالي او نورو مسایلو په اړه بحثونه کورنۍ موضوع ګڼلې او ادعا یې کړې چې هم یې ټول شموله حکومت رامنځته کړی او هم یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

1 COMMENT

  1. د ملالۍ جویا خبره که بیا په غوجل کې د لطیف پدرام او عارف رحماني یا الله ګل دانه دانه په شان خره او کچرې راټولوي ، مونږ ترې تېر یو.
    البته د ښځو د تحصیل او کار حقوق په هر صورت کې غواړو دا د افغان ملت جدي غوښتنه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...