تاند:( چارشنبه، د میزان ۲۵مه)نړیوالو سره د طالبانو د رژیم د پخلاینې د نښو نښانو له نه لیدل کیدو سره هم مهاله، د امریکا په سنا جرګه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د کمیدو لپاره هڅې دوام لري.
په تازه ګام کې، د امریکا د سنا جرګې یوه غړي رنډ پال ویلي چې په دې برخه کې یې یوه طرحه چمتو کړې او بیا به یې سنا جرګې ته وړاندې کړي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا مرستې نه باید د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته واستول شي.
تر دې مخکې د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر هم یوه طرحه چمتو کړې او پکې غوښتنه کړې وه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته دې د امریکا مرستې ودرول شي یا مشروطې کړل شي.
هغه ادعا لرله چې طالبان پر دغو مرستو مسلط دي او ناوړه استفاده ترې کوي، خو د طالبانو چارواکو دغه ادعا بې اساسه ګڼلې وه.
یو شمېر افغانان بیا له نړیوالو غواړي چې د طالبانو رژیم سره د ستونزو باوجود دې پر افغانستان مرستې نه دروي، ځکه په وینا یې که یوه لږه برخه مرسته هم عامو افغانانو ته ورسیږي د ستونزو په کمولو کې یې رول لرلای شي.
د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د ملالۍ جویا خبره که بیا په غوجل کې د لطیف پدرام او عارف رحماني یا الله ګل دانه دانه په شان خره او کچرې راټولوي ، مونږ ترې تېر یو.
البته د ښځو د تحصیل او کار حقوق په هر صورت کې غواړو .