یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجاپان د ۱۶۵ افغان ښوونځیو د ودانیو د جوړولو خبر ورکړ

جاپان د ۱۶۵ افغان ښوونځیو د ودانیو د جوړولو خبر ورکړ

تاند:( چارشنبه، د میزان ۲۶مه) په کابل کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې هېواد یې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان ۱۶۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي دي.

نوموړي د خپل ځای ناستي سفیر په ملتیا دا خبره د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون چې دغه معلومات یې خپاره کړي نه دي ویلي چې د دغو ښوونځیو ودانۍ ټولې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته جوړې شوي که پخوانۍ ودانې هم پکې شاملې دي.

جاپان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هم د معارف ، روغتیا او ځینو نورو برخو کې افغانستان سره خپلو مرستو ت دوام ورکړی.

دغه هېواد په عین حال کې له طالبانو بیا- بیا غوښتنه کړې چې د ښځو حقونه ورکړي او په خاص ډول د زده کړو دروازې ژر ورته پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب