Homeخبرونهجلال اباد کې د سوداګرۍ خونې د یوه مرستیال وژل کیدل

جلال اباد کې د سوداګرۍ خونې د یوه مرستیال وژل کیدل

تاند:(چارشنبه، د میزان ۲۵مه) د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال اغا محمد رودوال په جلال اباد ښار کې نامعلومو کسانو وژلی.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې یوه مقام شمس الحق د نوموړي مړینه تایید کړې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

د طالبانو ځایي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، که څه هم چارواکي د بشپړ امنیت خبره کوي، خو وخت په وخت د داسې پېښو خبر هم ورکول کیږي.

طالب چارواکي د هدفي وژنو علت تر ډېره شخصي دښمنۍ ګڼي، خو خلک ترې غواړي چې د پېښو عاملین معلوم او په سزا ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...