یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهم.م. له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته...

م.م. له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۵مه) د ملګروملتو متخصصانو نن وویل، پاکستان باید د یو میلیون او ۴ سوه زره افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د پاکستان حکومت د روان اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې یو میلیون او ۷۰۰ زره غیرقانوني یا بې اسناده کډوال اوسي او هغوی ته د روانې میاشتې تر پایه وخت ورکوي چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، کنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي.

د دغو کډوالو په منځ کې له ۶۰۰ زره تر ۷۰۰ زره هغه افغانان دي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته تللي او اکثره یې اروپايي، امریکايي یا استرالیايي هیوادونو ته د تګ تکل لري.

د ملګروملتو متخصصانو وویل:«موږ له پاکستانه په کلکه غواړو چې (د کډوالو په اړه) منل شوي او نه انکارېدونکي اصول رعایت کړي او له ډله ییز ایستلو ډډه وکړي.»

د ملګروملتو په متخصصانو کې د کډوالو د بشري حقونو ځانګړی راپورتر فیلیپ ګونزالیز مورالز، په افغانستان کې د بشري حقونو ځانګړی راپورتر ریچارد بینیټ، او د ښځو او نجونو خلاف د تشدد راپورورکوونکی ریم اسالیم شامل دي.

دوی همداراز وویل:«د ملګروملتو له شمېرو سره سم، شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانان راجستر دي، خو ۸ لکه ۸۰ زره نور په پاکستان د اوسیدو قانوني اسناد لري.»

دوی اندېښنه ښيي چې که افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته وګرځول شي ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

1 COMMENT

  1. ملل متحد باید خپله غوښتنه بیرته واخلي او پاکستان په خپل مکار چال کې ناکام کړي. م م که دومره قدرت لري نو باید په پاکستان خپل قوانین عملي کړي چې که څوک ۵۰ کاله چیرته ووسیږي او ماشومان یې هلته پیدا شي باید تابعت ورکړل شي که دا نشي کولی نو په هغوی باندې د پاکستان د ظلم او تیري مخه ونیسي. هر څو کاله بعد پاکستان داسې تیرې کوي او م م تیرباسي تر څو پیسې وګټي. م م باید دا همکاري وکړي چې ټول افغانان بیرته هیواد ته ستانه کړي او هلته ورسره مرسته وکړي تر څو د پاکستان پلان شنډ او د افغانانو په ستنیدو هیواد اباد شي. مونږ د م م دا کړنه غندو چې د پاکستان په خوله افغانان بیرته بې عزتۍ ته پریږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب