جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بغلان وروستۍ پېښې په اړه له طالبانو د روسیې غوښتنه

د بغلان وروستۍ پېښې په اړه له طالبانو د روسیې غوښتنه

تاند:( سې شنبه، د میزان ۲۵مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د بغلان په پلخمري کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د تېرې جمعې ورځې د چاودنې عاملان پيدا او مجازات کړي.

نوموړې د دغه برید د غندلو تر څنګ د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي هم کړې ده.

روسۍ ویاندې دا پېښه د افغانستان د بې ثباته کولو او پکې د تفرقه جوړولو هڅه ګڼلې ده.

د طالبانو چارواکو په دغه پېښه کې د ۷ تنو د وژل کیدو او ۱۲ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی و.

د چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی و.

روسیې، ایران او په سیمه کې د امریکا یو شمېر مخالف هېوادونه په مختلفو بڼو هڅه کوي چې د داسې پېښو عامل امریکا متحده ایالات وښیي خو طالب چارواکو دا ډول توجیهات رد کړي او ویلي چې په افغانستان کې داعش ډله د پياوړتیا چانس نه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ورته مهال، ویلي دوی نه پریږدي چې افغانستان د هېوادونو د نیابتي سیالۍ په میدان مرکز بدل شي.

د مجاهد اشاره له دې خبرو د ایران د استازي حسن کاظمي قمي هغو خبرو ته غبرګون و چې امریکا یې په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتیا په هڅو تورنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...