یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله ایران او پاکستان څخه هېواد ته د څه باندې ۶ زرو...

له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د څه باندې ۶ زرو افغان کډوالو ستنیدل

تاند:( سې شنبه، د میزان ۲۵مه) د طالبانو چارواکو له پرون راهیسې هېواد ته له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۶ زرو کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پرون ورځ (د تلې په ۲۴مه) د اسلام قلعې بندر له لارې له ایران څخه ۳ زره او ۱۶۵ افغان کډوال په جبرې او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې له یادو کسانو څخه د کورنيو او مجردانو په ګډون ٣٠٤ تنه اړمن او زیانمن تشخیص او د کډوالو نړيوال سازمان دفتر ته د خوراکي او غير خوراکي توکو د تر ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل شول.

دغه وزارت په ورته وخت کې، د تورخم له لارې هېواد ته د ۵۳۴ افغان کډوالو کورنیو د بېرته راستنېدو خبرورکړی دی.

د مسوولینو په وینا په دغو راستنو شویو کډوالو کورنیو کې ۳ زره ۳۲ کسان شامل دي چې د مرستې د ترلاسه کولو په موخه IOM دفتر ته ورپېژندل شوي دي.

په وروستیو کې ایران او پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي.

له دغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ویستو تر څنګ یوه برخه کډوال خپله هېواد ته د ستنیدو تابیا نیسي.

په هېواد کې له مېشتیدو څخه بیا دغه کډوال اندېښنې لري او د طالبانو له چارواکو غواړي چې ستونزو ته یې د حل هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب