جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي، په هرات کې ۴۳ زره تنه له زلزلو مستقیم...

ملګري ملتونه وايي، په هرات کې ۴۳ زره تنه له زلزلو مستقیم اغېزمن شوي

تاند (سې شنبې، د میزان ۲۴ مه) د بشري چارو د تنظیم لپاره د ملګروملتو اداره (اوچا) وايي، د افغانستان په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له کبله تر ۴۳ زره ډېر کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

د جرمني د خبري اژانس (ډې پي اې) د راپور له مخې، اوچا دا شمېره تېره شپه خپره کړه، او ویې ویل چې انجیل ولسوالي تر ټولو زیاته اغېزمن شوې او په سلو کې ۵۳ اوسیدونکي یې له زلزلو زیانمن شوي دي.

د هرات ولایت اوسیدونکي د زلزلو له ډاره په کورونو کې نه شی ویدېدای.

پرون (دوشنبې) د روغتیا نړیوال سازمان هرات ښار د خیمو ښار وباله.

د ښار په عمومي پارکونو، کوڅو او د سړکونو د منځ په چمنونو کې موقتي خیمې لیدل کېږي او کورنۍ، چې په خپلو کورونو کې د شپې له ویده کېدو ډارېږي، هلته شپه سبا کوي.

نارینه د جوماتونو پر ځای په واټونو کې لمونځ کوي او دعا کوي چې د زلزلو له ورانیو یې نور خلاص کړي.

دولتي ادارې له خلکو تشې دي، حتی د صرافۍ مارکېټ، چې یو وخت پرې ډېر بیروبار و، اوس بند دی.

د اکتوبر په ۷ مه ۶ اعشاریه ۳ ریښتره زلزلې، چې مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و، ۱۳۰۰ تنه مړه کړل. په ځینو راپورونو کې د وژل شویو شمېر ۲۵۰۰ ښوول شوی دی.

خو ملګري ملتونه اټکل کوي چې ۱۳۸۴ تنه مړه شوي دي.

له لومړۍ زلزلې وروسته څو نورو شدیدې زلزلې وشوې. د سیمې اوسیدونکي وايي چې بې شمېره کمزورې زلزلې هم شوي دي.

ملګروملتو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۹۳ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب