اوومه «۷» برخه
افغانستان، په هندواروپایي اصطلاح کې
استاد شهسوار سنګروال
د اریایانو لومړی لېږد، چې په لرغوني پېر کې له کومې سیمې پیل شوی دی، هغه سیمه د اروپا اسیا (یوریشا )Eurasia برخه وه، ځکه چې لرغونپوهان انګېري، چې دا د روسې جنوب یانې سهل ته پرته سیمه ده چې د اریایانو لومړی لیږد په ډاګه کوی.
دغو وګړو تر دغه دمه په یوې ژبې خبرې کولې، یو شمېر ژبپوهان انګېري چې دغه ژبه د اریک Aric په نامه یاده ېده او یا خود دوئ ژبې یو د بل سره دومره نږدې وې، چې له نن نه شپږزره کاله دمخه په یوې ګډې ژبې یو دبل سره په خبرو پوهېدل اویاخو یې ګڼې لهجې او ګړدودونه یې درلودل.
دغو وګړو چې په لومړی سر کې چېرته ژوند کاوه، پلاز یې د اسیا اروپا، د اوس وېش له مخې ګډه سیمه وه، چې لرغونپوهانو ورته، هندو اروپایي، اصطلاح کارولې ده او د «اریا» او «ایریا» نومونه هم د هندو اروپآ یې وګړو هغی څانګې ته کارول شوي، چې د هندو اریا په نامه نامتو ول.
په ۱۹ مې پېړۍ کې، چې کومې غوښنې څېړنې اویا له دېنه دمخه او وروسته شوې چې موږ د بېلګې په توګه فرانسوې ژبپوه کوردوکسcoeurdoux (۱۷۶۷) او ویلیم جان William jones یادولی شو ډېرې ګټورې وې.
دوی او د دوئ په څېر ګڼ شمېر لرغونپوهان او ژبپوهان پدې اند دي، چې هندو اروپایې وګړی یو ټبر، یو نژاد او په یوه وخت کې یوه ګډه ژبه درلوده، ښایې موخه یې له همغی ګډې ژبې «اریک» وي .!؟
سترابون strabon (۴۰ م ز-۴۰ ز کال شاوخوا) د اریا او یادو سیمو څلور خوایې داسې راپېژني: ختیځ لورته اندوس، جنوب لورته د هند سمندرګی، لویدیز پلوته د کسپین سمندرګی پورې اریایي وګړي پراته وو.
ماکس میولر max Muller او د ده اند ته نږدې ژبپوهان او څېړونکي پدې ټینګار کوي، چې اریایان د هندو اروپایې وګړو نیکونه دی .
ګڼ پوهان اوس دې پایلې ته رسېدلي دي، چې له زیږدي څلور زره کاله دمخه هندواروپایي وګړې یانې اریایان په سیمه کې موجود ول .
دغه نوم تر ډېره بریده جغرافیوي رېښه لري، او وګړي یې د روسې له جنوب، دیورال او د کسپین سمندرګي شاوخوا نه نیولې تر شمالي اروپا، اسکندونیا یي هېوادونو، جرمني، د بلقان ټاپوګانو، مرکزي اسیا هېوادونو، افغانستان، ایران او هندوستان پورې خواره واره شول.
هغه مهال چې د اریایانو لومړی لېږد له لومړني ټاټوبي نه پیل شو یوه ډله اریایي وګړي، هغه چې اروپا ته څېرمه پراته ول، د اروپا په لور او کوم اریایان چې اسیایي ځمکو ته نږدې ول، د مینځنۍ اسیا پلو ته وکوچېدل.
اریا همغه له هندو اروپایي را بېل شوې کتله او څانګه ده، چې د خذر ټاپو او د ګنګا تر مینځ یې موقعیت درلود او اوسیدونکي یې په افغانستان، پارس او د هند په شمال لویديځ کې پراته وو… دوه تنه اریایي لرغون پوها ن،کارل پنکا اوولسرپه دې اند دي چې سپینپوټکي انسا نا ن داروپاپه شمال کې اباد ول .
دوۍ ټینګار کوي ،چې اریا ېي سپین پوټکي وګړي له کپکاس نه سرچنه اخستې ده اوبیا یې مینځنۍ اسیاته مخه کړه.
ولې په وروستېیوڅېړنوکې یوشمېرپوهان دانسان هر ډول رنګ اود پوست بڼه جغرافېوي چارپېر یال پورې تړي اویوشمېر نوربیا ژنيتکي منا سبات ټا کونکی بولي …!؟ د نژا دونومساله ، دتورپوستو،زېړپوستو، سپین پوستواو دنورپوټکوخا وند انوله نوم سره چې تړاو ورکول کېږي ترډېره بریده د بېلا بېلونظریاتو قرباني ده او ان سیا سي بڼه یې هم خپله کړې …
په هر حال دټولنیزچاپېریال، نژاد ،انتروپوزنز،سیوسوژنز،ژنیتیک ، dnaاودبیلوژیکي معادلاتو په تړاویوې اکاډومیکې څېړنې ته اړتیا ده .
له تاریخ نه دمخه پېر کې سپین پوتکي (هندو اروپایي)، چې تر مینځنۍ اسیا پورې پراته وو، ګډ ژوند درلود. د اتو (۸) اریایي څانګونه (هندواروپایی) درې څانګې، چې آریني، اسکایي او هندي ټبرونه ول رابېلې شوې او د دری زره (۳۰۰۰ م ز) مخزېږدي په شاوخوا کې د سیحون او جیحون تر مینځ ځمکو کې ودان شول چې وروسته افغانستان ته راکډه شول او په باختر (بلخ) کې واړول.
لکه څنګه چې (هندواروپایې) اریایان په سر کې په دوه برخو (ختیځ-لویدیځ) ووېشل شول، چې لویدیځه څانګه تر لویدیځې اروپا پورې ورسيده او ختیځه څانګه یې تر هندوستان پورې … باید په یاد ولرو چی، همدارنګه باختري اریایان هم د شمېر د زیادښت له مخې هر لورته وکوچېدل.
دا چې اریایان تر ډېره بریده کوچیا ن ول، تل به یې د خپلو څاروېیو لپاره څړ ځایونه پیدا کول، لومړی مینځنۍ اسیا او بیا وروسته افغانستان ته راغلل او په باختر کې په ځانګړي ډول د هندوکش په شمال او جنوب کې هم د خپلو رمو لپاره څړ ځایونه وموندل.
په ټوله کې دغه وګړي د ۲۵۰۰ م ز په شاوخوا په آریانا ویجه نومې هېواد کې استوګن ول اود امو له شمالي غاړو راواخله تر سهل او همغسې د هندوکش تر دواړو غاړو پورې د کوچیتوب ژوند تېراوو.
د آریانا هېواد د معرفي کولو لپاره ډېرو تاریخپوهانو خپلې انګېرنې ، نظرې او اندونه د خپلو څېړنو په ترڅ کې ډاګیزه کړيدي.
بریتانویی تاریخپوه ویلسن Wilson کښلي دي چې، پرژیا Persia او هنده India په مینځ کې د آریانا سیمه وه.[1]
موږ دمخه ووېل، چې اریایان په اسیا او اروپا کې خواره واره شول، نه یوازې دوئ کوچاني ژوند درلود، بلکې په اروپا او اسیا کې دومره د واک او ځواک څښتن شول، چې په ډېرو هېوادونو کې دولتونه جوړ کړل .
دوئ که د خپل شتون په سر کې په هندو اروپایي وګړو یادېدل، ولې له خورېدو او کوچېدو وروسته په بېلابیلو نومونو یې د حکومتونوبنسټونه کېښودل. د ساري په توګه، اروپایې اریایان، چې کله د تور سمندرګي له لارې ترکې (وړه اسیا Asia minor) ته ورسېدل، نو په پاې کې بیا د هټایټ Hittite پنوم د یوه سلطنت بنسټ کېښود.
د دغې څانګې هغه ډله چې له کپکاس نه واوښته او بیا یې د فرات په شاوخوا کی د مټاني Mitanni پنوم دولت جوړ کړ، یو بل پرمختګ وو چې اریایانو ته یې سیاسي باور په برخه کړ.
دغه اریایي څانګه چې د ۳۰۰۰ دری زره مخزیږدي په شاوخوا کې مرکزي اروپا ته ورسېده د سړې هوا له امله یې د اروپا سهل ته مخه کړه. دوئ له خپلو څاروېیو نه ډېر ګټه واخسته. له یوې خوا یې د انتقالي وسیلی په توګه ترې استفاده کوله او له بلې خوا کله چې روم او د مدیترانې هېوادونو ته ورسېدل هلته یې د کرهڼې دود ته پراختیا ورکړه او د اسونو په اهلي کولو یې هم لاس پورې کړ.
له هندو اروپایی بېله شوې بله څانګه بیا هغه ده چې ختیځ لور ته وخوځېده له سر دریا او آمو رود نه تېره شوه او په باختر کې واړول.
باختر (bachtiane) :
د اریایانو هغه څانګه چې دغې سیمې ته راورسېده او د امو سیند له غاړو راواخله تر هندوکش پورې او بیا هغه اریایان چې د افغانستان ختیځ او لویدیز ته کډه شول ، د دغو ټولو اوسیدونکو کډ کور باختر ګڼلی شو.
«باختر د هندوکش په شمال، د امو رود حوزه او یا هغه پراخه سیمه، چې د سر دریا او امور روداو یا د هغو اریایانو د تمدن ګډ کور وګڼو چې د افغانستان، ایران او هندوستان په ځمکو کې خواره شویدي.»[2]
سترابون، باکتریا (باختر) ته د اریایانو مرغلره ویلې ده ، د ځنو څېړنو له مخې د مخزېږدي دریمې پېړۍ په شاوخوا کې د باختر (بلخ)، بدخشان، د امو رود مینځنۍ سیمې د تاجکستان او ازبکستان جنوب او ترکمنستان جنوب خیتځې سیمې د دیودوتس dawedotes د واکمنۍ سیمې وې، چې یو خپلواک حکومت یې جوړ کړی وو.[3]
د تاریخ په اوږدو کې چې لرغونی باختر څومره تاریخپوهانو او څېړونکو ته د پام وړ وو، یو ستر لامل یې دا وو چې د اریایي تمدن پلاز ګڼل شویدی. نو ځکه خو باختر د نړی د بېلابیلو ختیځپوهانو په څرګندونو کې د باکتریا، بخدي، بلخ، بلهیکا، باختر، بلخ بامي، بلخ بهیه، بلخ الحسنا، بلخ بامیان، بلخ بامین او ام البلاد پنومونو یاد شویدی.
یو شمېر لرغونپوهانو د دې لپاره، چې د هرې اریایي او تاریخي سیمې جغرافیوي موقعیت د خپلو څېړنو لپاره په نښه کړی وي نو له هندو اروپایي اریایانو نه راواخله تر هندو اېراني له هندو اروپایي بېله شوې بله څانګه بیا هغه وه چې ختیځ لور ته وخوځېده له سر دریا او امور رود نه تېره شوه او په باختر کې واړول.
(اندواریايي) څانګې پورې یو شمېر سیمې او حوزې وېشلې دي، نو ځکه يې د باخترې سیمې پنوم یوه ستره حوزه په ګوته کړیده او د دې سیمې اهمیت پدې کې وو، چې له همدغه ځایه د کور دننه او بهر یو شمېر مهاجرتونو ته لاره اواره شوېده.
دا خبره تر اوسه پورې په بشپړه توګه سپینه شوې نه ده، چې د اریایانو لومړی ټاټوبی په ګوته کړي، ولې تر ډېره بریده دا ډاګیزه شوېده چې د «هندو اروپایي» وګړو له لېږد نه وروسته چې سوونه کاله یې نیولي دي، اریایانو چې کوم نوی ژوند پیل کړی، هغه له مینځنۍ اسیا راواخله د هندوکش تر لمنو پورې سیمه په ګوته کوي چی د دغې سیمې پلاز باختر ګڼل شویدي.
د باختري تمدن په اثارو کې په ځانګړي ډول اوستا کې دغه پراخه سیمه د ښې هوا لرونکې، د ښکلو درو او خوږو اوبو درلودونکی سیمه ګڼل شوېده.
یو شمېر څېړونکو له بلخ (باختر) نه راواخله تر سر دریا پورې دغې ښکلې سیمې ته یې د اریایانو لومړی ټاټوبی ویلی دی، چې پوهانو د اریانا ویجه (اریان ویج، اران وج، اریا نم ویجو، ارینه ویجه ،اریانا ورشو.) نوم هم ورکړیدی په ارینه ویجه کې تر اوسه پورې هم «اویجه» د ټاټوبي او د استوګنې د سیمې په مانا کارول کېږي.
که څه هم یو شمېر څېړونکي د دغو اندونو پر بنسټ وېشلي ښکاری، ځنې پوهان ،اریانو ویجو د بالتیک سمندرکي غاړې اټکلوي او ځنې نورې د تور سمندرګی شاوخوا سیمي په ګوته کوي، ښایی انګېرنې داسې وي، چې اریانا ویجه د ټولو اریایانو لومړی ټاټوبی نه، بلکې اریانو ویجو (اریان ویج)، یوازې د هغو اریایانو لومړی ټاټوبی وی چې په ویدي او اوستایي تمدن پورې اړه لري.
د اریانا ویجه یادونه د ټولو اریایانو په پاتی سونو، متونو، ډبر لیکونو، کتیبو، روایتونو او نورو توکو او موادو کې تر دغه دمه نده تر سترګو شوې ، یوازې د باختریانو په مذهبي او په ځانګړي ډول د ویدي او اوستایې تمدن په اساتیروکی بېلګې لري، چې د ویدي او اوستایي مدنیت ټاټوبی هم باختر دی.
نو ځکه خو پدې بنسټ د اریایانو پلرنی وطن باختر په ګوته شویدي، ا،ف، پوټ-pott، a,f د اریایانو وطن د هندوکش د غرونو درې په ګوته کړیدي. همدارنګه بکټټ pictet په ډاګه (۱۸۵۹-۱۸۶۳ ز کال) کړېده، چې د اریایانو پلرنی هیواد باختر یا (بلح) دی.[4]
باختر د اریایانو د یوه موهم پلاز په توګه یو شمېر نورو لرغونپوهانو او څېړونکو هم دا منلې ده، چې د باختر سیمه د اریایانو د تمدن او ټاټوبي لومړني ځمکه ده.
د فرانسې یو شمېر پوهانو لکه انګو ټل ډوپرون angutil doper on په ۱۷۶۱ ز کال، کوردوکس coerdoux په ۱۷۶۷ ز کال او ویلیم جونز Williamsons په ۱۷۸۶ کال کې د ویدا او اوستا د سرودونو یادونه کړېده او پدې ټینګار کړیدی، چې د اریایانو لومړنۍ ځمکه هندوکش په شمال کې دا د اکسوس حوزه یا د باختر سیمه ده.
«د اریایانو په مشهور کتاب اوستا کې بلخ د باکتي bakthi په بڼه، چې پخوانی نوم یې باکتري bacthri وو راغلی دی او د اریایانو لومړی پیغامبر زرتښت «سپنتمان» د اهورامزدا ahura mazda د مذهب د خپرولو لپاره همدلته بډې راووهلې.»[5]
تاریخپوه احمد علي کهزاد د اوستا د شپاړسو هېوادونو په لړ کې بخدي (باختر) څلورم هېواد ګڼي، چې د سر یرام یا ښکلي بلخ په نوم یاد شويدي .
دا چې ومو ویل بخدي څلورم هېواد یاد شویدی، مانا دا نه دی، چې له ده نه د مخه درې هېوادونه د شهرت او یا د تمدن له مخې نامتوول، بلکې موخه یې د اریایي هېوادونو یادونه وه.
که موږ د باختر لرغوني تاریخ ته وګورو د شپاړسو ولایتونو په لړ کې د باختر یا بلخ لرغونی مقام او د مدنیت دب دبه د اریایانو له نورو هېوادونو نه لږه نده.
د باختر په ګډون د اوستا له مخې کومې سیمې اوهېوادونه، چې زکر شویدي نوملړ یې داسې دی :
۱ـ آریانم ویجوه Aryan am Viejo یا ایرینه ویجو:
دغه نوم په بېلابیلو وختونو او بیلابیلو سیمو کې په بېلابیلو بڼو کښل شویدی، لکه آریا ورته، آریا ورشه، آرین واج،اریانا ویجه، ایریانا ویجه او آریانم ویجوه.
دغه نوم له دوه کلمو جوړ دی چې یو یې اریا او بل یې ورته دی، چې مانا یې د اریایانو ټاټوبی او یا استوګنځای.
د دغه نوم (اریانا ویجه) لومړی کلمه (اریانا) هم په بېلابیلو متونو، لهجو او ژبو کې په بېلابیلو بڼو راغلې ده، چې موږ اریا، اریانا، ایریانا، آریانم او نور د بېلګی په توګه یادولی شو. چې ۲۵۰۰ م ز کال شاوخوا کی اریایان د امو سین په شمال (اریانا ویجه=اریانم وایګو=اریانم وایجو)کې د څاروېیو په روزنه بوخت ول.
همدرانګه د دغه (اریانا ویجه) نوم دویمه کلمه (ویجه) هم د اریا په څېر په بېلابیلو ډولونو لیکل شویده، لکه ویجوه، ویجه، ورته، ورشه، اریانم وایګو، بهاراته ورشه او نور چې په ډېرو متونو کې د «ګ» اواز په «ج» اوښتی دی .
د اوستا د متونو له مخې دغه د اریانم ویجوه سیمه «د سر دریا بره حوزه او د امو سیند شمال دی، چې د اریایانو نغری یا د ژوند لومړنۍ زانګو وه، د سیحون او جیحون سیمې یا دافغانستان شمالي سیمې او هم اریایانو خپل استوګنځای ته آریانم وایګو ویل، چې وروسته عربو «ګ» په «ج» بدل کړ.[6]
د آریانا د اصلي ټاټوبي په توګه ځمکې، چې اوستا یې یادونه کړېده، له دې پرته نورې سیمې هم په ګوته شویدي، چې موږ د امو سین، سر دریا ته څېر سیمی، د هندوکش شمال، د پامیر شمالي سیمي، د امور رود پاسنۍ سیمې، د اکسوس برنۍ برخه او نور د ساري په توګه یادولی شو.
۲- سغده (سغد) سغدیان aughdha, soghdiana:
دغه سیمه باختر (باکتریانا) ته مخامخ د امو رود پورې غاړې شمال ته، چې له باکتریا نه د امو سیند په وسیله بېله ده پرته وه.
دغه سیمه د بخارا، سمرقند بخارا، ماورالنهر او په نورو نومونو هم یاده شوېده. د oxus او jaxartes په مینځ کې سیمه سغدیانو لاندې کړیوه.[7]
۳- بخدي (باختر) bakhdi:
د مخه ووېل شول، چې د اوستا په کتاب کې د باختر حوزې په تړاو راغلي دي، چې د دې سیمې هوا ښه وه، ښکلی درې او زړه راښکونکې رنګینۍ په زړه پورې وې، نو ځکه خو اریایي وګړي د ډېرې یخنۍ له بابته له ایریانا ویجه نه کډه شول او د سغده او مرو له لارې باختر ته راغلل. اریایي ټبر له پنځه زره مخزیږدي نه تر دوه زره (۵۰۰۰-۲۰۰۰ م ز) مخزیږدي پورې، ښایې د ۳۰۰۰ دری زره کالو شاوخواوي چې په باختر کې ژوند کاوه.
له اوستا سر بېره په پهلوي ادبیاتو کې هم د باختر رنګیني ستایل شوې ده. فضایل بلخ کې کښل شوي، چې په ختیځ کې د ادم (ع) له ښار نه (په هند کې د اوق ښار) وروسته بلخ د نړۍ دویم ښار دی او مخکې له دې بل ښار د نړۍ پر مخ نه وو.»[8]
۴- مورو (مرو) mouru:
د اریانا انتیکوا دوینا له مخې بطلیموس Ptolemy کاږلي دي، چې دمارګینا (مروه) ختیځ ته باکتریان، لویديځ ته
هرکانیا پرته ده، چې یو مهال دغه سیمه د مارګوس Marcus رود خړوبه کوله…..»[9]
دغه سیمه په بېلابیلو نومونو یاده شوېده، چې موږ انتیوچیا antiochia، سلکیا، مارجینا، مورګینا، مارژیانا، مارجیانا او نور د ساري په توګه یادولی شو، مارګینا، مروه یا مرغاب هغه سیمه ده، چې د اسلام د دین له خپرېدو دمخه دلته سوري ټبر واکمن وه.
۵- نیسایا nisaya (نیسایه):
ځنې لرغونپوهانو «نیسایه »د جوزجان د سیمې لرغونی نوم بللی دي او د شپاړسو لرغونو سیمو په لړ کې نیسایا هغه لرغونې سیمه ده، چې د بلخ او مروې تر مینځ پرته ده.
ګیګر giger دغه سیمه په میمنه، سرپل، اندخوی او شبرغان کې په ګوته کړیده.
په ټوله کې هغه ځمکی، چې د مرغاب رود خړوبه کولې د نیسایا (نسیه) nessa پنوم یادېدې.
۶- هرویو haroya (هریو، هرای وه):
دغه نوم په بېلابیلو لرغونو متونو کې د هریوا، هره ایوه (haraiua) هرای وه، هره اګوه، هریوا وهره ایره په بڼه کښل شوی دی
. په ګڼو لیکنو کی د دغی سیمی څلور خواوی داسې په ګوته شویدی: شمال ته یې باکتریا نا، لویديځ ته یې پارتیا، سهل ته یې د رنګیانا او ختیځ لورته یې پارا پامیزاد پروت دی. د ځنو کندنو له مخې ډاګیزه شوېده، چې د دغې پراخې سیمې پلاز د هرات ښار نومول شویدی، چې بنسټ یې د ځنو روایتونو له مخې لهراسپ lohrasp ایښی دی، ګشتاسپ gush asp پراخ کړیدی، بهمن bah man پرمختیا ورکړې او سکندر alexander بشپړ کړیدي.
سکندر چې هرات ته ورسېد، دغه ښار ته څېر مه یو لوی ځنګل وه، چې دورځې به هراتیان پکې پټیدل او د شپې له خوا به پرې بریدونه کېدل، چې پای کې اورورته واچول شو او ډېرهراتیان پکې وسوزېدل.
۷- ویکره ته (وای کرته، ویکتره (vaekereta):
نامتو جغرافیه پوه بطلیموس په افغانستان کې د یو شمېر سیمه ییزو نومونو یادونه کړېډه، ده د پاروپامیزاد د ولایت یو موهم ښار« کارورا »یادونه کړیده، چې څېړونکو بیا همدغه سیمه «کابورا» چې ښایی اوسنی کابل وي، «ارګوده، ارغنده، بګرده یی وردګ، لوکرنایې لوګر بللی دی.»[10] د تاریخي جغرافیې څرنګوالي په کتاب (۵۵ مخ) کی د
«وایکره ته » نوم ته نږدی. د «وایکرت=وایکرته» نومونو سره ورته بریښي.
۸- اوروا urva:
په ځنو متونو کې دغه نوم ته ورته کلمې هم راغلي دي، لکه اوروه ، اروه، اوروه روه او نوری د بیلګې په توګه یادولی شو.
د دغو لرغونو سیمو لرغوني نومونه تر ډېره بریده داسې انګېرل کېږي، چې ښایي د هرات، هلمند، کابل او هند تر مینځ پرتی سیمی وی.
ګایګر giger دغې سیمې ته اورګون ویلی دی چې لوی نوم یې «روه» دی.
۹- خته، خننته khanenta:
په لرغونو توکو او متونو کې یوازی دغه نوم او دېته ورته د خننتا په بڼه نوم تر سترګو کیږي.
د ۱۶ ولایتونو یادونه، چې په اوستا کې شوېده، د دغه ولایت په اړه پکې ډېر معلومات ندې تر سترګو شوي. خو د اریایانو په بل سپېڅلې کتاب کې چې ریګویدا دی، د «ګندرا» یادونه شوېده.
یو شمېر اندونه داسې دې چې ښایې «ګرکان» هیرکانیا او نورې لرغونې سیمې له خننتا سره تړاو ولري.
۱۰-
د اوستا له شپاړسو ولایتونو څخه یو هم هره ویتي، هري ویتي ، هیراویتی او هرا اووایتی (haravaiti) دی، چې ښایې د ارغنداب، دهراوت (حردوري) سیمې وي اوتر ډېره بریده، چې دغې سیمې لرغوني تاریخی کي ځای موندلی دی، هغه د ارغنداب او هلمند سیندونو شتون وه چې دغه حوزه یې ښیرازه کړې وه. هراوتی، سراسوتی، او اراکوزي نومونه هم ورسره ورته دي.
۱۱- هیتومنت: haetumant
دا د هلمند سیمه ګڼلې شویده، چې په اوستا کې ځای ځای دهامون (هلمند رود) یادونه هم شوېده. احسن التقاسیم کې د هیرمند، هرمیند، هرمید او د حردوری=ارغنداب نومونه راغلي دي»[11]
یونانیانو به ایتو مندرس ( هیتو مندرس) باله.
۱۲- رغا ragha (راغا، ره ګه):
په یو شمېر لرغونو متونو کې د رغا نوم د رګاری، رګه او رغه په بڼه هم راغلی دی.
د بدخشان راغ یاری سیمی ته ورته نومونه دی، چې په بدخشان کې موقعیت لري، چینایي لرغونپوهانو (۲ م زپېړۍ) د بدخشان یانی دغه سیمه د nag-ling is- پنوم یاده کړېده.
راغه او ورکه دوه سیمې او دوه سیندونه هم یاد شویدي، چې راغه همدغه بدخشان او ورکه کونړ ته د دغو نومونو نسبت شویدی.
له دې سربیره بدخشان ته د پوتوچنګ poto-chang-na نوم هم کارول شویدی.
۱۳- کخره kadhra:
دغه سیمه د کخده پنوم هم یاده شوېده، چې د غزني ځمکه ګڼل شوېده.
د افغانستان په لرغوني تاریخ کی غزني د ګنزک، ګنزکه، ګز، ګیح gaz or gaah په نومونو هم یاد شویدی. د ارمستتر انګېري چې یاده سیمه په غزنی کې ده . «د کخده سیمه د ځمکی د جوړښټ له مخې چې شګلنه ده، جوار اولو بیا ډېر پکې کېدل … یادې ځانګړنی کټ مټ غزني ته ورته دی.»[12]
۱۴- ورنا varena (وارنا):
د ورنا نوم ته ورته نومونه په یو شمېر لرغونو متونو کې هم تر سترګو شویدي، چې موږ وارونا او ورنه د ساري په توګه یادولی شو.
انګېرنې داسې دي، چې ښایي دغه سیمه بامیان یا بند امیر وی او یاد وزیرستانه واڼه وي.
په پهلوي څېړنو کې بامیان د «بهمیکان» په نوم یاد شویدی.
۱۵- هپته هندو (hapta hinda):
دغه سیمه یې یو مهال د اوو (۷) رودونو هېواد باله، چې وروسته دوه رودونه وچکالي ووهل او یا یې خپل لوری واړوه، نو بیا د پنجاب پنوم یاد شو. د هند په نیمه وچه کې داسې پېښی ډېری شویدی. د ساری په توګه د شرشاه سوری هغه کلا یادوو چې په نوي ډیلي کې د رود په غاړه ودانه وه اوس هغه رود وچ شویدی. د هپته هندو سیمه د سند (کراچۍ) حوزه ، سند او پنجاب او د هند شمالي سیمه هم ګڼل شوېده.
۱۶- رانګه rangha:
د اوستا د ۱۶ ولایتونو په لړ کې یوه لرغونې سیمه د رانګه پنوم یادېده، چې پر یو شمېر لرغونو متونو کې د رانغه، رانکا، رانګاه په بڼه هم کښل شوېده.
ګایکر یې « رنګه» بولی او انګېري چې د «سر دریا» سیمه ده.
د اوستا د شپارسو (۱۶) ولایتونو په لړ کې، یوه نامتو لرغونپوه «آریان aria» پخپل نامتو کتاب «لوی سکندر» کې د باختر، سغدي، اراکوزیا، زرنج او پارتی نومونه یاد کړیدي.
ولې یوه بل نامتو جغرافیه پوه بطلیموس هم د اریایانو په څلور خوا کې دننه د لوې اریانا په جغرافیه کې یو شمېر ولایتونه، چې شمېر یې اووه (۷) یاد کړیدی داسې راپېژني:
۱ـ مارګینا (مارجینا): په لرغونو متونو کې د مرغاب او مروه سیمه په ګوته شوی، چې د مورګینا، مارژینا په نومونو هم یاده شوېده.
۲- بکتریانا (بلخ=بخدیم): یوتي دیمس ute dames یوه لویه ټولواکمني (۲۲۰ م ز کال) جوړه کړه، چې باکتریا یې د اریانا پلازمېنه وګڼله.
۳- اریانا (هریوا، هرات): دا کلمه د رستم په ډبر لیک کې هره ایوه haraiua او په نورو متونو کې د اریا، هرات، هري، هریوا، هریرود په نومونو هم راغلې ده.
۴- پارا پامیزوس: په ځنو متونو کې پارو paro، پاني زوس هم راغلی دی. خو استرابون کوکازوس cokacuse یاد کړی دی. پدې پراخه سیمه کې کابل، بلورستان، بامیان تر اند وسه پورې سیمې پرتې وې.
۵- د رنګیانا (زرنجیانا drangian): سیستان، کندهار، زرنګ، هیتومند او ځنې نورې سیمې یو وخت د دغه هېواد برخې وې، زرنج د سیستان پلازمېنه وه.
۶- ارکوزیا (اراګوسیا=اراخوزیا: د اراکوسیا harakhuota شمال ته غور (غرچ)، جنوب ته بلوچستان، ختیځ پلوته پکتیا (پاختیا) او لویديځ ته سیستان وه. مشهور ښارونه یې دا وه: تګین، کندهار، غزني، زابل، پنجوايی او نور.
۷- ګدروسیا (ګودرزیا gadrosia): دغه پراخه سیمه د جدروزیا، کچ مکران او بلوچستان په نومونو هم نومول شوېده، چې شمال ته یې اراکوزیا ، درنګینا، سهل ته یې د هند سمندر، لویدیځ ته پارس او ختیځ ته یې سیند وو.
[1]( Wilson, Ariana Antiqua and coins of Afghanistan London (1841) pp., 199
) کذا د احمد علي افغانستان در پرتو تاریخ ۲۱ مخ[2]
۱۵) کریسټنس christens ۱۶ مخ
[4]( lectures on the sociology of language 1861 and manual, history and nenede orient 1869.
) سنګروال شهسوار د افغانستان د تاریخي جغرافیه، څرنګوالی ۱۲ مخ[5]
) وردګ ډاکتر ګلجان ورور د اریانا موقعیت……علومو اکاډمی ۴۰ مخ[6]
[7] ( Wilson, Ariana Antiqua London 1841 p 129
) له فضایل بلخ څخه پنځم (۵) مخ.[8]
[9] ) Aryana Antiqua London h.willson 1840. P. 148-149
) سنګروال شهسوار د افغانستان تاریخي جغرافیې څرنګوالی ۵۴ مخ[10]
) احسن التقاسیم ۳۰۴ مخ[11]
[12]) joim joiem ioasomg transited by samie. Real chines account of Indic susil gupta inda. P. 112