چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټاپي پروژې په لاره کې پرتې مځکې استملاک کېږي

د ټاپي پروژې په لاره کې پرتې مځکې استملاک کېږي

تاند (سې شنبې، د میزان ۲۵مه) د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د جوړېدونکې نللیکې په اوږدو کې مځکې، پر دې پروژې د کار تر پیلېدو مخکې واخلي.

د کانونو او صنعت وزارت ویندوی همایون افغان وايي، افغانستان اوس امن دی او حکومت پرېکړه کړې چې د ټاپي پروژې لپاره مځکې رانیسي.

ده همداراز وویل چې د افغانستان حکومت لېواله دی چې پر دې پروژې ژر کار پیل شي.

ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ډېرې اقتصادي ګټې لري او ورسره جوخت د دې پروژې اجرا په سیمه کې د افغانستان له سیاسي موقعیت سره زیاته مرسته کوي.

سره له دې چې د دې پروژې اجرا ته لږترلږه افغانستان، ترکمنستان او پاکستان زیاته لېوالیتا لري خو په ناڅرګندو عواملو د ټاپي پروژې عملي کار ځنډېږي.

ځینې کتونکي وايي چې تراوسه پورې کوم ستر پانګوونکی لکه د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک یا اسیايي بانک نه دی حاضر شوی چې دا پروژه تمویل کړي ځکه چې افغانستان یو داسې حکومت نه لري چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

د پاکستان کابینې د سږ کال په لړمړیو کې د دې پروژې د اجرا پلان تصویب کړ او ویې ویل چې د دې پروژې سروې به ژر پیل کړي.

د جون په میاشت کې په اسلام اباد کې د ترکمنستان یوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې د اجرا په اړه یوه موافقه لاسلیک کړه.

د دې پایپ لاین، چې ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی به لري، ۷۷۴ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تیریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب