یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+که انسان نه وی تاریخ به نه وی

که انسان نه وی تاریخ به نه وی

۶مه برخه

د افغانستان او لرغونی هند، ګډې تاریخي پولې

استادشهسوار سنګروال

د لرغونپوهانو د څېړنې له مخې، چې د پنجاب په «هاراپه» او د سیند رود په لمنه، په موهنجودارو (mohenjo daro) کې وشوې. یو شمېر هډوکي تر لاسه شول، چې د توکمپېژندنې له مخې پوهانو دا ډاګیزه کړه، چې د دغې سیمې خلک هماغه هندي، مدیترانه یې او سومري وګړي ول چې په لرغونو زمانو کې دلته استوګن ول.

د دغو څېړنو پر بنسټ دا هم څرګنده شوه، چې د دوئ ژبنی او فزیکي جوړښت د هند د دوه کورنیو، هندو اریایي (اریایي ټبر) او په دراویدي (د دې ځمکی بومي وګړي) ټبرونو وېشل کیدل.

د هندو اروپایې وګړي سپین بخن او ژبه یې سانسګرت وه، خو دراویدي وګړو رنګونه یو څه تاریک او ژبه یې دراویدي وه.

د اریایانو له رسېدو دمخه د «ویدا» کتاب پر بنسټ، د لرغوني هند نوم سپتا سند saptasinde وه، خو په اوستا کې د دغه هېواد نوم هپته هندو haptenindu، یانې د اوو هندوانوهېواد پنوم یاد شویدی. ولې د ایندوس Hindus نوم د یادو نومونو په پرتله ډېر ځوان دی، چې ریښه یې سیند رود څخه اخستل شوې او دغه نوم په ۴ مه هجري پېړۍ کې غوره شویدی.

 له پخوا زمانونه د هند په شمال کې، چېرته چې اریایان ودان ول دغه سیمې د آریا ورته aryavrte پنوم یا دولې، خو د هېواد په سهل کی، چې دراویدیان ابادول او په دغی سیمې یې واک چلوه، دېته یې بهارت baharat وایه.

د ۱۹۲۴ کال د کندنو له مخې، چې د سر جان مارشال له خوا د پنجاب په هاراپه او (موهنجودارو) کې شویدئ دا ښېي چې یو شمېر ښار ګوټي تر خاورو لاندې وموندل شول، چې عمر یې له مخنزیږدي نه درې، څلور زرو کالو ته رسیږي.

د دغو موندنو په ترڅ کې دوه ښارګوټي چې په هړپه کی وموندل شو، په پرتلیزه توګه د بابل تمدن ته ورته ول.

ځنې څېړونکي لا د تمدن دغه توکي، د سومریانو له تمدن نه یو څه پرمختللي ښېي، چې موږ د کرهڼی وسیلی، حمامونه، بېلابېل لوښي، د ښکلا او ښایست سامانونه، وسلې او ګاڼې سره او سپین زر، د اوبو څاګانې، د غلو دانو ګودامونه، د لیکدود نښې نښانې، بګۍ ګانې انځورونه سموڅوته ورته کورونه څرخی او نور د بیلګې په توګه یادولی شو.

د پام وړ خبره خو داده، چې په دغو موندنو کې د ښارګوټي په مینځ کې یو سړک تر سترګو کیږي، چې اوږدوالی یې ۸۰۰ متره او سوريې ۱۰ مترو ته رسیږي. ان تر دې چې په کورونو کې پخې خښتې هم کارېدلی دي.

لرغونپوهان پدې ټکي ټینګار کوي، چې د موهنجودارو لرغونی تاریخ له مخزیږدي نه (۳۰۰۰-۲۵۰۰ م ز) پورې رسیږي او د هړپه تاریخي لرغونتوب له مخزیږدی نه (۲۵۰۰-۲۰۰۰ م ز) کلونه په ګوته شویدی.

ولې کله چې خبره د اریایي ټبر کډوالۍ ته رسېږي، نو بیا لرغونو اریایانو هم یو څه لرغوني توکي او اثار د هند په خاوره کې په میراث پري ایښي دي.

اریایان تل د څاروېیو د روزنی او پالنې لپاره څړ ځایونو ته کډه شویدي، نو هغه مهال چې د هنددوکش دواړو غاړو ته (۲۰۰۰ م ز) اباد شول، نو بیاد شمېر د زیاتوالي او د موسم په بدلون دېته اړ شول، چې د (۱۶۰۰ م ز شاوخوا) د خیبر له لارې هندوستان ته کډه شي.

دوۍ په شمالي هند کې خواره شول او د هغې سیمې بومیان ، دوئ لومړی د راویدیان غلامان کړل.چې په ویدا کې دغو وګړو ته« دازیا dosya» او یا د دښمن نوم ورکړیدی او له دوئ سره یې د جنګي اسیرانو په څېر چلن کاوه.

 د دې لپاره، چې اریایان پخپلو کې د دندو له مخې او د ټولنیز ژوند پر بنسټ وپېژندل شي، په څو برخو وېشل شوي ول:

ـ برهمنان Brahmans دوئ هغه مذهبي مشران او روحانیون ول چې خلکو ته به يې د ښوونې او روزنې سپارښتنه کوله.

ـ کشاترا Kshatriyas واکمن او پوځیان وګړي ول.

ـ ویسایار vaicyars سوداګر، د ورکړې او راکړې خاوندان.

ـ سودرا coudras خواریکښان او بزګران ول .

که څه هم له دغه وېش نه سر بېره نور لوی او واړه ټولګي هم ول، چې په هند کې ژوند کاوه.

د یاد وېش له مخې برهمنان په لرغوني هند کې د ډېر واک او ځواک څښتن ځکه ول، چې دوئ د ښوونکو دنده په غاړه درلوده.

په هند کې د لرغونو اریایانو په شتون، کرهڼې پراختیا ومونده، له اوسپنی نه یې د کرهڼې او ځنګل وهنې وسیلې جوړې کړې، د تېږې توږل، د فلزي او ډبرینو توکو جوړول، دانځورونو کښل، د څاروېیو روزل، سوداګریزه وده (۸۶۰ م ز شاوخوا کی)، چرم جوړول. دواګانی، عطرونه، قیمتی ډبرې او نورو پرمختګونو ته لاره پرانستل شوه.

   ادبیاتو، د موسیقي هنر، نڅاوې، د قرباني دود، ولسي ادبیات، تاریخي ډوله حماسې، د مها بهارا ته او د رامایانه سرودونه، چې یوناني ایلیاد، او دیسه ته ورته ول ، وده او پرمختګ وکړ.

کله چې په سرکې اریایان هند ته ورسېدل د «پراکریت» پنوم یې ځانګړې ژبه درلوده چې ورورو یې سانسکرت ته وده وکړه.

دغو وګړو ویدي سرودونه له یوه نسل نه بل نسل ته خوله په خوله، سینه په سینه د شفایي (پلکلور) ادبیاتو په څېر لېږدول، دا ځکه چې دوئ په سر کې د کوم لیک او لوست څښتن نه ول.

 د لومړي ځل لپاره د مخزیږي (۹۰۰-۸۰۰ م ز) کالو په شاو خواکې لیک پیل شو، د ویدا لومړۍ برخه خو هغسی هم په افغانستان کې کاږل شوې وه، نو د سانسګرت په ژبه ولیکل شو.

د ویدا له لیکلو وروسته، ددغو سروردونو اړوند د مهابهاراته او رامایانه، یو شمېر نور کتابونه مانتراس یا سرودونه، برهمانا یا تګلاره (اصول) مذهبي کړه وړه او د نورو سپېڅلو سر لیکونو څېړنۍ هم وکښل شوې.

د دغه مهال د لمانځنې سپېڅلي توکي د څاروېیو او شنېلیو (توتم totem) عبادت د نامتو ارباب النوع ناګاه naga، د اژدها رب النوع (هانومن)، د یاکشا yaks has، د لمر، سپوږمۍ، اسمان، ځمکه، اوراونور.

ولې د هند په مذهبي تاریخ کې چې کوم ستر فکری انقلاب مینځته راغی هغه د یو شمېر مذهبونو او دینونو رامینځته کېدل ول،چې دبیلګې په توګه یې دیوشمېرمذهبونویادونه اړینه برېښي.

برهمني مذهب

ویدي عصر کې هندي اریایانو د څاروېیو او نباتاتو لمانځنه کوله، چې ورورویې یو د بل پسې د خدایانو لمانځنې ته مخه کړه، خو هغه څه چې د یوې سترې موهمي پېښې په توګه مینځته راغلل هغه د برهمني دین وو. برهمنیزم د هندې اریایانو یو پخوانی دین وه چې د مخزیږ دي (۸۰۰ـ۵۰۰ م ز) کالو په شاوخوا کې  مینځته راغی. دوی برهما brahma د جها ن خالق او له ټولو خدایانو لوړ ګاڼه.

د برهمن مذهب پلویانو لومړی په دېرې سادګۍ د پرلپسی ارباب الانواع لمانځنه کوله، چې ورورویې د یوه مطلق صوفییزم بڼه خپله کړه، چې غوره موخه یې دا وه ، هغه څه چې په ټولو کایناتو کی شتون لري، خدای دی.

د دغه مذهب بنسټيزه توکې، چې دوئ پرې ډېره ډډه لګوله، د روح او ځان پېژندنې اداب او د قربانی دود، نیکي، ښه اخلاق او نور ټولنیز ارزښتونه ول. دوئ په فکري لحاظ د کارما karma سره یانې د تناسخ مفکوره، چې روح له یوه جسم نه بل ته انتقالیږي پیوند درلود.

دوی دېته ژمن ول، چې د انسان غوره هستي د هغه کردار د هغه شخصیت، د هغه اخلاق، د هغه اراده او نورې انساني ځانګړتیاوې دي، چې دي یې تر لاسه کوي.

د برهمنانو د فلسفی اصول د دوئ په کتاب (اوپانیشاد Upanishads) کې په ډاګه شویدی، چې په یو برخه کې داسې راغلي دي:

توله کې روح (اتمن atman) د جهان (د ټولو کاینات) یو غوره اصل دی، چې ټول توکي او څېزونه له هغه څخه پیدا کیږي.

برهمنیانو به د دولت پادشا سپېڅلی ګاڼه، نو یو لامل دا وه، چې د برهمنیزم د خپرېدو په رڼا کې لوی او واړه دولتونه (په ۶ شپږمې مخزیږدي پېړۍ کی) یو د بل پسې مینځته راغلل. ولې د خپل مینځني اوږدو جګړو له امله په پاې کې دوه ستر دولتونه، یو یې د ګنګاه رود په مرکزي برخه کې د ماګاد Magadha پنوم او بل یې د هند په شمال لویدیځ کوساله (kocola) کی مینځته راغلل چې موږ یې د ساري په توګه یادولی شو.

دغه دولتونه د مخزیږدي پنځمې پېړی په پای کې پخپل مینځي جګړو کې ښکېل شول چې پای کې ماګاد د یوه پیاوړي مرکزي دولت بنسټ کېښود.

دا داسې مهال وو، چې د پارس امپراتور لومړي داریوش په هند برید وکړ او د پېښو سیاسي لوری یې واړوه.

له برهمني مذهب نه پرته په هند کې نور ادیان هم ول، چې شمېر یې لسګونه ته رسېده، ولې کوم چې ډېر نامتو وو، هغه د «بودا» دین وه، چې نه یوازې په هند کې ډېر پلویان او پیروان درلودل، ان اغیز يې تر افغانستان هم را ورسېد.

بودایي مذهب :

له «جایني » دین نه وروسته په مخزیږدي پنځمې (۵ م ز) پېړۍ کې بودایي دین مینځته راغی.

د هند په تاریخ کې دا یو ستر فکري انقلاب وه، چې د ګوتاما Gautama بودا (۵۶۰-۴۸۰ م ز) له خوایې بنسټ کېښودل شو.

بودا د هند د بنارس په یوه شتمنه کورنۍ کې، چې پلار یې د «ساکیا» د کورنۍ مشر وه وزېږيد.

بودا په ۱۹کلنۍ کې واده وکړ او په ۲۹ کلنۍ کې څلورو موهمو پېښو د ده فکر او اند ته ټکان ورکړ.

لومړی یې یو سپین ږیری ولید چې په ملا کړوپ و.

دویم یې یو ناروغ ولید، چې له ډیرو ستونزو سره لاس وګریوان دی.

دریم له یوې جنازې سره مخامخ شو.

څلورم یې یو مذهبي ذاهد تر سترګو شو.

هغه بودا، چې په نازو نعمت کې لوی شوي وه او پلار یې دده د روزنې، ښوونې او پالنې لپاره د ژوند ښه شرایط برابر کړی ول ، ولې یادو څلورو پېښو د ده په ذهن او فکر ژوره اغیزه وکړه او لکه څرنګه چې په برهمن مذهب کې د قرباني دود ډېر سپېڅلې وو، دارنګه بودا هم دېته چمتو شو، چې د قرباني له لارې نه زهني ارامتیا ته لاره پرانیزي.

ده خپله شتمني، د پاچاهي دب دبه او دژوند ټولې هوساینې پرېښودې او د ۲۹ کلنۍ نه راواخله تر ۳۵ کلنۍ پورې ریاضت ته مخه کړه.

له دغې ټاکلې مودې وروسته به بیا بودا د ونې لاندې ناست وو، خپلو پيروانو او پلویانو ته به یې د خپل فکر او اند ستاینه او سپارښتنه کوله.

ده له ۳۵ کلنۍ نه راواخله تر ۸۰ کلنۍ پورې د خپلی پوهې، عقیدې او تعلیماتو تبلیغ کاوه.

بودا هم د کارما karma قانون وپاله او په دوه ټکو یې ډېر ټینګار کاوه، لومړی د انسان نیک او ښه کارونه او همدارنګه بد او ناوړه کارونه پخپله انسان پورې اړه لري.

د ده د فلسفې دویم ټکی هماغه د تناسخ یانې د روح لېږد تفکر وو، چې یو نوی ژوند رامینځته کوي.

ده د هندوستان د جامعه شناسي او ټولنپوهنې له مخې له انسانانو سره توپېري چلند غنده او د انساني ارزښتونو ځانګړتیایی په اخلاقي چلن پورې تړل. بودا که له یوې خوا ټولنې ته د ټولنیزو ارزښتونو په رڼا کې د تعلیم او زده کړې سپارښتنه کوله، خو له بلې خوا یې په ټولنه کې د ناسمو او ناوړه کارونو څخه خلک راګرزول او په دغو ټکو یې ټینګار کاوه:

ـ څوک مه وژنی.

ـ غلامکوي.

ـ زنا مه کوی.

ـ دروغ مه وایي او ناحقه شاهدي مه ورکوئ.

ـ له نېشه یې توکو ځان وژغورئ.

له دې سربېره بودا خپلو پیروانو او پلویانو ته نورې سپارښتنې هم کولې او د هرې سپارښتنې ټولنیز ارزښت یې د پام وړ وه، چې موږ د حقیقت موندنې څلور توکي د ساري په توګه یادولی شو.

 سکندر اوهند

د ایران او افغانستان له نیولو وروسته: سکندر په ۳۲۶ مخزیږدی کال په هند برید وکړ، لومړی د ټکسلا پاچا امپي ورته غاړه کېښوده، وروسته پدې نیت چې د هند نورې سیمې ونیسي، د یوې ناڅاپي ناروغي له مخې له هند نه د بابل په لور (۳۲۴ م ز) وخوځيد، خو په لاره کې ومړ.

په ۳۲۳ مخزیږدي کال موریانو د چندراګوپتا په مشرۍ پاڅون وکړ او د ټکسلا ښار، چې د مقدونیانو پلاز وه لاندې کړ، د لومړي ځل لپاره یې په هند کې د یوه ملي حکومت بنسټ کېښود.

له ده نه وروسته زوی یې بندو سارا (۲۹۶ م ز کال) او ورپسې د بندوسارا زوی اشوکا (۲۷۳ م ز کال) واک ته ورسید، ده یوه لویه ټولواکمنۍ یې جوړه کړه او بودایې دین یې د هند د سیمي د رسمی دین په توګه اعلان کړ، چې نه یوازې په ټول هند کې خپور شو، بلکې ریښې یې افغانستان او د هند یو شمېر ګاونډېیو هېوادونو ته خپرې شوې.

په هند کې تمدن هم ډېره وده وکړه او د صفر عدد یې اختراع کړ. په ټوله کې ریاضي علومو ډېره پراختیا ومونده. سره زر، مس، سرب، قلعی، اوسپنه او نور معدنیات په کار وولېدل.

د برهمیزم له خپرېدو د مخه خلکو د طبعی توکو لمانځنه کوله، نو ځکه خو نجوم، طب او د ستورو پېژندنې پوهی ته ډېره پاملرنه وشوه.

د هنر په برخه کې انځور ګري، نقاشي، ډبر لیکونه، د بېلابیلو استوپو جوړول، فلز کاري، رنګ جوړول، د موسیقی هنر، نڅاوې او نورو هنرونو ډېره وده او پرمختګ وکړ.

که انسان نه وی تاریخ به نه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب