دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د پاکستان ناوړه چلن ته د افغانستان نا انډوله غبرګون

د پاکستان ناوړه چلن ته د افغانستان نا انډوله غبرګون

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

د تيرو څو لسيزو په اوږدو کې د افغانستان د ستونځو په برخه کې د پاکستان د رول په تړاو د افغانانو په ذهنيت او فکري  لومړيتوبونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. په افغانستان کې د پاکستان تګلارو او کړنلارو ته نه يوازې افغانان بلکې ټوله نړۍ له مختلفو زاويو څخه د افغانستان په شخړو کې د سمون غوښتونکي لوري په نظر نه، بلکې د ستونځو د يوه عامل په سترګه کتل کیږي.

څومره به ښه واى چې د پاکستان اوسني حکومت په کراچۍ او ډيورنډ کرښې کې افغان سوداګرو ته د زيان اړولو او غيرقانوني کډوالو د ايستلو ترعنوان لاندې خپلو فاسدو امنیتي ادارو ته په غير مستقيم ډول د ټولو افغانانو د ځورولو پرځاى په دغه تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنري  او افغان حکومت سره د ګډ تفاهم له لارې ددغې ستونځې د حل هڅه کړې واى. له دې څخه هم خورا مهمه مسئله داده چې پاکستان باید په تيرو څو لسيزو کې د خپلو تګلارو په تړاو هم په ملي کچه يوه ارزونه کړي واى تر څو ورته جوته شوې واى چې د پاکستان د چلن په برخه د افغانانو په ذهنيت کې ولې منفي ترجيحات رامنځته شوي دي او دا چې له تيرو څو لسيزو

راهيسې ولې د پاکستان ټول افغان ملګري واک ته له رسيدو سره سم د پاکستان په دښمن باندې بدليږي.

افغانان په دې باور دي چې په افغانستان کې افراطيت ته د ځوان نسل هڅونه، ورپسې تاوتریخوالي جګړو او د نفاق اور ته لمن وهل او ورباندي تيل پاشل د پاکستان د ستراتیژیک عمق د تګلارې بنسټ جوړوي. د څو لسیزو بدلونونو ته په کتو داسې ښکاري چې د افغان حکومت له وسلوالو مخالفو ډلو سره د پاکستان ملګرتیا او ملاتړ د تل  لپاره واک ترلاسه کولو تر وخته پورې دوام د نوموړي هېواد د ستراتيژي برخه ده. د واک له ترلاسه کولو سره سم د پاکستان لخوا د داسې غوښتنې مطرح کيږي چې افغان لوري ته يې منل ناشونې وي، نو سملاسي واک ته له رسېدلي ډلې سره اړيکې د ترينګلتيا خوا ته بيايي او د همېش په څېر له مخالف اړخ سره  اړيکې رغوي او جګړو ته يې هڅوي.

تر هغو چې زموږ مليونونه هيوادوال د کډوالو په توګه په پاکستان کې ميشت وي،  زموږ د ډيرى سياسي واکمنانو فاميلونه په پاکستان اوسيږي، په دغه هېواد کې سوداګريزې بوختياوې او ملکيتونه ولري، موږ به حتماً وفتا فوقتاً د پاکستان لخوا له فشار لاندي نيول کيږو. متأسفانه موږ له مودو راهیسې د خپلو ستونځو د حل د وړتیا د نشتون له امله په غندلو او يا د معذرت غوښتونکي رويې په خپلولو باندي بسنه کوو، خو له پاکستان سره به ستونځې شتون ولري.

د تيرو دريو لسيزو په جريان کې د اړيکو په برخه کې لوړو ژورو ته له کتو وروسته هغه څه چې په دغه تړاو د دواړو خواوو واکمنان ورباندي باید پوه شي دادي چې په افغانستان کې د يوه پياوړي منل شوي قانوني، مستحکم او د ولس له ملاتړ څخه د برخمن حکومت تر رامنځته کيدو پورې د ډيورنډ کرښې ستونځه قطعاً حل لاره نه لري. د ځينې مسائلو حل د حساسیتونو د لوړې کچې له امله د ځانګړو شرایطو رامنځته کيدو ته اړتیا لري.

پاکستان په افغانستان باندې د فشار لپاره له هر بل هېواد څخه زيات مهم کارتونه په لاس کې لري او افغان حکومتونه يې د خپلې بې کفايتي، خپلو نيمګړتياو او په ځينو مواردو کې د مجبوريت له امله په وړاندې د ورته چلن همت نشي کولاى. پاکستان له نړيوالې ټولنې څخه د امتيازاتو د ترلاسه کولو، او افغانستان له فشار لاندې نيولو لپاره خپل کارتونه لوبوي. په پاکستان کې د افغانستان د سياسي مشرانو فاميلونه، د هغوى پانګه او قسماً تول افغان کډوال له پاکستان سره په افغانستان باندې د فشار ستر ابزاري وسائل ګڼل کېږي او ياد هيواد ورڅخه د اړتیا په مهال ګټه پورته کوي. د افغانستان بدبختي داده چې د تيرو پنځو لسيزو راهيسې د پاکستان ګټې په افغانستان کې له نا امنيو  سره غوټه کړاى شوې دي او په افغانستان کې له جګړو څخه د پاکستان سياسي او اقتصادي ګټې سرچینه اخلي.

 که پاکستان واقعاً غوښتى چې د نوموړي هېواد په هکله د افغانانو د کرکو او نفرت لوړه کچه را ښکته کړي او له افغانستان سره د يوه سوله ايز او ورور ګاونډي په څېر اوسيږي، نو اوس يې بايد  د ناروا موخو ترلاسه کولو لپاره د پنځو لسيزو   ستونځو رامنځته کوونکي او پاروونکې تګلاره  (ستراتیژیکه ژورتيا)  باندې بيا کتنه کړى واى. افغانستان يې د يوه ازاد خپلواک، خپلو ګټو او نړيوالو تړونونو ته ژمن او له ګاونډیانو سره د  رورولي او برابري پربنسټ اړيکې درلودونکى او پالونکي هېواد په توګه په خبرو او په عمل کې منلى واى. افغانستان هم باید په خپله جغرافيه کې د پاکستان د اندېښنو په حل کې د يوه ريښتوني ورور ګاونډي او مسلمان هېواد په توګه د حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

زموږ د تيرو څو لسيزو ستونځو ته په کتو  افغانستان بايد په تدريجي ډول هڅه وکړي چې په پاکستان باندې د سوداګري ټرانزيټ، درملنې، خوراکي توکو او نورو برخو کې د تکيې کولو کچه راښکته کړي. دا به زموږ ستره کمزورې وي چې له څه د پاسه څلورو لسيزو وروسته هم افغانان په پاکستان کې د کډوالي ژوند تيروي، يا هم د خپلو تازه ميوو او سبزیو صادرول او له پاکستان څخه د خوراکي او ودانيزو توکو واردول خپل مجبوريت وګڼى. اړينه داده چې د دوه اړخیزو راکړو ورکړو او راشه درشه پربنسټ له هر ګاونډي سره تعامل ته د دوه اړخیز تفاهم او يا هم په کور د ننه داسې ګامونه واخلو چې  ګاونډيانو ته د اړتیا کچه کمه او يا هم انډول رامنځته شي.

که مو له نړيوالو اړونده ادارو سره په ګډه په پاکستان او ايران کې د ميشتو کډوالو ستونځو ته تلپاتې حل لاره لټولې واى، که مو د سوداګريزو موخو لپاره د نورو لارې موندلو هڅه کړې واى، که مو خپلو تاره مېوو او سبزيجاتو د زيرمتونونو اسانتیاوې رامنځته کړي واى، که مو له ګاونډیو سره د متقابل درنښت او  تعامل تګلاره دود کړې واى ، نو بيا مو يقيناً هر ګاونډي ته ويلاى شواى چې که مو کله ويزه راکړه، نو د انساني کرامت او بشري حقونو خيال به مو ساتئ او که مو زموږ سوداګريز حقونه وننګول نو له ورته تعامل سره مخ کيږئ.

 البته که مو د کډوالو ستونځه حل نه کړاى شوه، اړتیا او تکيه مو يو اړخيزه وه، د کډوالو د ځورولو او د دروازو تړلو له امله مو يوازې چيغې پورته کيدې نو ګوزاره کول به مو مجبوريت وي او رقيب زموږ له مجبوريت څخه د ګټې اخیستنې په چل او هنر ښه پوهېږي. که موږ په کډوالو او تجارت باندې د ګاونډيانو حربو ته د تليفون کولو او د عذر کولو له لارې موقت حل لټوو، نو  ګاونډيان به د مادي امتيازاتو او په افغانستان باندې د فشار په موخه کله د سوداګرو په وړاندې خنډونه جوړوي او کله به هم په خپلو هېوادونو کې د افغانانو  له ځورولو، توهين او تحقير څخه کار اخلي.

که واقعاً غواړو چې د ګاونډيانو له بيځايه او ناوړه فشارونو څخه هېواد وژغورو او په ګاونډيو هیوادونو کې د افغان کډوالو شتون مو د کمزوري نقطه نه وي، نو باید په کور د ننه داسې اصلاحات رامنځته کړو چې له انزوا څخه هېواد راوباسو او له نړيوالو بنديزونو څخه د افغانستان خلاصون ته لاره هواره کړو. له نړيوالو سره په ځانګړې ډول له غربي نړۍ سره د خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د هېواد اړيکې ورغوو. افغانستان له چين سره د يوه لاره يو کمربند(BRI) او د وريښمو د لارې برخه وګرزوو، د سيمې او د مرکزي اسيا له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان له جغرافيې څخه د انرژي د ليږد او ترانسپورت په برخه کې د نښلولو مرکز جوړ کړو. د صادراتو وارداتو او ترانزيت لپاره د بديلو لارو په موندلو تمرکز وکړو او د کډوالو د راستنيدو په تړاو د نړيوالې ټولنې په مرسته تيارى ونيسو.

2 COMMENTS

  1. سلام
    باکستان سره یو دقیقه محاسبه به کارده دا کار یو عالم سیاستمدار محاسه کولی نه یو اماتور کبړی اولېټۍ خور!
    دپاکستان چلن خو له ورخه له ډول ډول فشارونو سره چالان وه دغو فشارونو افغانستان له سترو بحرانو ، دسیسو ، توطیو ، بی عزته ناکامه ناکامه اوناکامو برنامو سره مخامخ کړ ، خو موږ یی لانه منو! اوه تنظیمه دای اس ای به یابو سپاره دکړکیچ اصلی محصول او لاس ته راوړنه ګڼل کیږی . دفشارونو دوم پړاو دکرزی او مټکور غوز په مردارخور مشرتابه پیل شو چې پخوانی د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی یی واشنګتن کی سترګې پټې په وازه خوله لکه لیونی ناری وهی دې دواړو هم باکستان ته زمینه سازی وکړه. دفشارونو دلایل ډیر پېچلی اوناوړه فکتورونه لری هر فکتور یی یو داستان دی. چلن خو سمه کلیمه ده ته دټولې نړی باکستانی محاسبه کړه چې څومره پاکستانی دافغان په نوم بهر ته تلی په زرګونو.
    موږ دیر احساساتی خلک یو کوم کار مو دولس په ترقی اوپرمختګ،مستقبل او همت کړی هرتنظیم هرې ډلې هر ګروپ دخپل فرعونتوب څلورلاری کې همدغه ولس کمزوری ،بې کوره بې اوره او بې پردې کړی وګوره دهرات طبیعی افت ته ژوندی ماشومان اوښخې موله خاورو لاندې تباه شو ل . خوداسې کسان شته چې پرون یی تنظیم کې لوټماری کولې خو نن طالب چارواکی سره دخپلې پوهې له کچې اومعیار څخه څلورچنده لوړ مقام کې ناست دی دا په کوم کتاب ، دین او ایین کې راغلی او امکانات لری او داڅه ډول چلن دی؟ له باکستان څخه مهم زموږ چلن دې چې څه کوو؟کومه خو روان یو؟ په افغان انتر نشنال کې بحث په فلسطین دی دوه یهود ان داسرايلو په ګټه ګړیږی خو زموږ بې خبره دتش په نوم بې خبره مسلمان داپارتاید او نامعلومه جبهه مقاومت لافی وهی . وایی چې عقل یې کم ورکړ هغه ته یې تل غم ورکړ. اخر یهودان ورته وایی این دوست مان اغای کابلی دروغ میګن . وایی پکه دادې لا بله سپکه!
    کور مو ودان

  2. سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

    خبره مو يقيناً سمه ده. البته موږ مجبور يو د احساساتو له دلدل او د خيالاتو له نړۍ څخه را وزو شااوخوا وګورو سيل وکړو چې نړيوال څه کوي څه ډول پلانونه جوړوي د کومو موخو په ترلاسه کولو باندي بوخت دي او موږ چيرته پاتې يو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب