پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د بیرته ستنیدو لپاره د نواز شریف چمتووالی

پاکستان ته د بیرته ستنیدو لپاره د نواز شریف چمتووالی

تاند (چارشنبې، د میزان ۱۹ مه) پاکستاني رسنۍ وایي، چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف له څو کلنې جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته د ستنیدو تابیا نیسي.

نوموړی به نږدې ورځو کې له دوبۍ څخه سعودي عربستان ته د حج عمرې لپاره لاړ شي او بیا به په یوه چارتر شوې الوتکه کې پاکستان ته ستون شي.

د اکتوبر ۲۱ مه نېټه پاکستان ته د نواز شریف د ستنیدو نېټه ښودل شوې ده.

نواز شریف د عمران خان د پرځول شوي حکومت پر مهال د فساد په تور محاکمه، له سیاسته ګوښه او بالآخره د درملنې په نوم جلاوطنۍ ته اړ وت

د هغه تر اغېزې لاندې اوسني حکومت بیا عمران خان محاکمه او له سیاسته منع کړی.

د نواز شریف ګوند او متحدین یې د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره د موقت حکومت په وسیله تیاری نیسي.

دا ټاکنې هڅه کیږي، چې د عمران خان او نږدې ملګرو له ګډون پرته یې ترسره شي، خو معلومه نه ده چې د عمران خان مخالفان به په دې کار بریالي شي کنه؟

1 COMMENT

  1. ما په مخکنیو تبصیرو او کمینټونو کې لیکل چې شهباز شریف یا امریکا یا پوځ عمران خان ځکه بند کړ ترڅو د نواز شریف راتګ ته لاره هواره کړی ځکه نواز شریف دا دریم که څلورم ځل ده چې مشر کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب