جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او هند تر مسابقې مخکې د ډیلي اوسیدونکو ته د...

د افغانستان او هند تر مسابقې مخکې د ډیلي اوسیدونکو ته د پولیسو اعلان

تاند (چهارشنبې، د میزان ۱۹ مه) د هند د پلازمېنې ډیلي پولیسو پرون (سې شنبې) د افغانستان او هند د کرکټ تر مسابقې یوه ورځ مخکې یوه خبرتیا خپره کړه او له ټولو خلکو څخه یې وغوښتل چې د ارون جیاتیلي لوبغالي له شاوخوا سړکونو کا روانخلي.

د کرکټ د ۲۰۲۳ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او هند مسابقه نن (چهارشنبه) د ډیلي په همدې لوبغالي کې د هند په وخت د ماسپښین په دوه بجې پیلیږي.

په خبرتیا کې د هغو سړکونو او واټونو چې نن به بند وي، نومونه یاد شوي دي.

په خبرتیا کې دا یادونه هم شوې چې د لوبغالي په پارکینګ کې به محدودو موټرونو ته ځای وي.

افغانستان په نړیوال جام کې خپله لومړۍ مسابقه پر بنګله دېش په ډېر توپیر وبایلله خو هند خپله لومړۍ مسابقه له استرالیا څخه په ښه توپیر وګټله.

پرون پاکستان توقع خلاف د سریلانکا لوړ هدف پوره کړ او دغه هیواد ته یې ماتې ورکړه. او انګلیستان، چې لومړۍ مسابقه یې په ډېر توپیر پر نیوزیلنډ بایللې وه، پرون بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب