جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشفیق مرید د هرات د بې سرپرسته زلزله ځپلو ماشومانو د پالنې...

شفیق مرید د هرات د بې سرپرسته زلزله ځپلو ماشومانو د پالنې ډاډ ورکړ

تاند (چارشنبې، د میزان ۱۹ مه) د افغانستان مشهور سندرغاړي شفیق مرید د هرات هغو بې سرپرستو ماشومانو ته د پالنې ژمنه ورکړې، چې وروستیو زلزلو یې د کورنۍ غړي مړه کړي دي.

نوموړي په یوه  خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې د دغو ماشومانو پالنه به کابل کې د ریان په نوم د یتیم پالنې په هغه بنسټ کې کوي، چې وار له مخه یې جوړ کړی و.

مرید له خلکو غوښتي، چې داسې ماشومان دې ور معرفي کړي.

ښاغلي مرید له خپلې دغې ویډیو سره د ریان د یتیمانو د پالنې مرکز شمېره هم خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو ګڼو اړوندو او همکارو ادارو دغه راز ځینو هېوادونو له زلزله ځپلیو سره د مالي او نورو مرستو اعلان کړی دی.

ځینو زلزله ځپلو شکایت کړی، چې له څو ورځو تېرېدو وروسته هم لازم لاسنیوی یې نه دی شوی او شپې په خلاصه فضا کې تېروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب