جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهازبکستان کې افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش پیل

ازبکستان کې افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش پیل

تاند:(چارشنبې، د میزان ۱۹مه)  په ازبکستان کې افغان سفارت افغان وګړو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست او په ترمز کې د جنرال قونسلګرۍ په هڅه او د کوربه هېواد ازبکستان په همکارۍ دا پروسه پیل شوې ده.

طالب چارواکو تر دې مخکې په پاکستان، ایران او ترکیه کې هم د افغان سفارتونو او دیپلوماتیکو نمایندګیو له لارې د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی و.

د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې دېره افغان وګړي شکایت لري، چې دوی ته نوي پاسپورټونه نه ورکول کېږي او زاړه پاسپورټونه هم په زیاتو پیسو ورته تمدیدېږي.

په هېواد کې دننه هم افغانان د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له دوی ځینې یې طالب چارواکي تورنوي، چې پاسپورټونه په تور بازار کې د زرګونه ډالرو په بدل کې پلوري، خو طالب چارواکو دا ادعاوې رد کړي او ویلي، چې د دغه کاروبار کمیشن کاران یې بندیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب