جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههرات کې بیا چټکه زلزله، یو شمېر نور خلک ټپیان شوي

هرات کې بیا چټکه زلزله، یو شمېر نور خلک ټپیان شوي

تاند:(چارشنبې، د میزان ۱۹مه) په هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، ننۍ زلزلې هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک ټپیان کړي دي.

دوی زیاته کړې، چې زیانمنو سیمو ته ګرځنده روغتیایي او د ژغورنې ټیمونه رسېدلي او د ټپیانو د انتقال لړۍ پیل شوې ده.

د حوزوي روغتون مسولینو بیا خبر ورکړی، چې د ننۍ زلزلې له امله یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي.

ځینو رسنیو بیا په وروستۍ زلزله کې د یوتن د مړه کېدو او ګڼو نورو ټپي کېدو راپورونه خپاره کړي دي.

دغه زلزله نن سهار ۵:۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.

د یادې زلزلې چټکتیا یو شمېر رسنیو د مخکینۍ خونړۍ زلزلې معادل ګڼلې ده.

تراوسه د دې زلزلې د زیانونو په اړه راپورونه دقیق او وروستي نه دي.

د څو ورځې مخکې زلزلې په هرات کې نږدې دوه نیم زره کسان مړه او زرګونه نور ټپیان کړل.

د هغې زلزلې د مرګ ژوبلې ارقام هم ډېر دقیق نه دي ګڼل شوي.

طالب چارواکو په وروستیو ارقامو کې د ټولې مرګ ژوبلې سطحه شاوخوا ۴ زره تنه ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب