جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوړو نړیوال سازمان: د هرات زلزلې افغانستان نور هم قحطۍ ته لنډ...

خوړو نړیوال سازمان: د هرات زلزلې افغانستان نور هم قحطۍ ته لنډ کړی

تاند:(چارشنبې، د میزان ۱۹مه) په افغانستان کې له وروستۍ خونړۍ زلزلې وروسته د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP  د احتمالي قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی.

د آسیا پاسیفیک حوزې لپاره د دې ادارې سیمه ایز مشر جان آیلیف یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې له افغانستان سره د مالي مرستو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی نو ځکه د قحطۍ احتمال شته.

آیلیف وویل، د افغانستان لپاره د WFP بودیجه د تېرکال پرتله په سلو کې تقریبا اتیا کمه ده.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د ملاتړ کچه لوړه کړي.

 WFP مخکې هم خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بودیجه زیاته نه شي نو اړو افغانانو ته د مرستو په رسولو کې به کمښت راشي. 

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوی مخکې په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر د وضعیت په اړه متضادې خبرې کړې دي

یو شمېر طالب چارواکو په دې اړه څرګندونې بهرني تبلیغات ګڼلي، خو ځینو نورو بیا له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

له دې سره، پر طالبانو نیوکه ده چې یوازې تېر کال یې څه باندې ۱۰۰ بشري مرسته رسوونکي نیولي او دوی ته یې کار کول ستونزمن کړي دي.

پر دې سربېره، له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو نه تعامل د مرستو کمیدو یو لوی دلیل دی.

دا ټول په داسې حال کې، چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د فقر وضعیت خطرناک لوري ته روان ګڼل کیږي او د ځينو راپورونو له مخې سم نیمایي افغانان سخت فقر ځپلي او شاوخوا ۲۰ میلیونه یې بشري ناورین سره لاس و ګرېوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب