جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هرات نننۍ زلزلې لږترلږه ۱۵۳ تنه ټپیان کړي

د هرات نننۍ زلزلې لږترلږه ۱۵۳ تنه ټپیان کړي

تاند (چهارشنبې، د میزان ۱۹ مه) په هرات کې روغتوني سرچینې وايي چې د نننۍ زلزلې په نتیجه کې روغتونونو ته ۱۵۳ ټپیان او یو مړی وړل شوي دي.

خو ویل کېږي چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر زیات وي ځکه چې د زلزلې شدت د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د اټکل پر اساس د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې و.

دا زلزله، چې د سهار په پنځه نیمې بجې وشوه، په بادغس او فراه ولایتونو او د ایران په مشهد کې هم احساس شوې ده.

د جرمني او امریکا د زلزله پېژندنې ادارې وايي، د نن سهار د زلزلې مرکز د هرات ښار د شمال په ۲۹ کیلومترۍ کې تر مځکې ۹ اعشاریه ۶ کیلومتره لاندې و.

نن سهار په هرات کې لږترلږه ۳ زلزلې احساس شوي خو لومړی یې شدیده وه. د دوهمې شدت د ريشتر په حساب ۵ او د درېیمې ۴ اعشاریه یو ثبت شوی دی.

د دې زلزلې له کبله د هرات تورغونډۍ په لویه لار کې مځکه ښوییدلې او دا لاره یې بنده کړې ده.

همداراز زلزلې د هرات یو تاریخي منار هم یو څه زیانمن کړی دی.

زلزلې ډیر تاوان په انجیل، رباط سنگي او گلران ولسوالیو کې اړولی دی.

د جرمني خبري اژانس د طالب چارواکو په قول ویلي چې د انجیل ولسوالۍ چاوک کلی ویجاړ شوی او لږترلږه ۷۰۰ کورونه یې له خاورو سره خاورې شوي دي.

یونسیف د هرات د زلزله ځپلیو لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.د مرستو د ژمنو په دوام کې اروپايي اتحادیې د درې نیم میلیون یورو اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب