جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قوشتیپې کانال د لومړي فاز پرانیسته؛ ملایعقوب: پوځ مو د داسې...

د قوشتیپې کانال د لومړي فاز پرانیسته؛ ملایعقوب: پوځ مو د داسې پروژو د تطبیق ملاتړ ته ولاړ دی

تاند (چهارشنبې، د میزان ۱۹ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د دوی یو لوړپوړي پلاوي نن بلخ ته د سفر پر مهال د قوشتیپې کانال د لومړي فاز پرانیسته وکړه.

په دې مراسمو کې ملا برادر او نورو طالب چارواکو هم ګاونډیو هېوادونو ته د قوشتیپې کانال په اړه ډاډ ورکړ او هم یې په ضمني ډول خبرداری ورکړ، چې د داسې پروژو د خنډ جوړونکو پر وړاندې به ودریږي.

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د دې غونډې له مهمو ویناوالو څخه و.

ملا یعقوب د داسې پروژو تطبیقوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د طالبانو اردو د سترو پروژو تطبیق تر شا ولاړه ده او په خپل ټوان به یې حمایت کوي او امنیت به یې ساتي.
نوموړي زیاته کړه، چې دښمن به په هیڅ قیمت پرېنږدي چې د سترو پروژو پر وړاندې خنډ شي.

هغه د افغان انجیرانو ستاینه هم وکړه او ویې ویل :«افغاني انجینران هغه کسان دي، چې افغانستان به له نړۍ سره سیال کوي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا د قوشتیپې کانال په اړه د ځینو ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته اشاره لرله.

نوموړي وویل: « افغانان په خپلو خبرو ولاړ او ژمن قوم ده خو تجاوز د هیچا نه مني؛ نه موږ د چا حق اخلو او نه له خپل حق څخه چا ته تېرېږو.»

د طالبانو د ریاست الوزارا معاونیت ویلي، چې د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلېږي د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت آباد ولسوالۍ پورې رسیږي.

یاده دې وي، چې د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.

د ازبکستان په ګډون یو شمېر ګاونډیانو د یاد شوي کانال بشپړیدل دوی ته له امو سیند څخه د ورتلونکو اوبو د کمیدو اندېښنه ښودلې، خو طالب چارواکو دا اندېښنې نه دي تایید کړي او ویلي، چې افغانستان د چا له حق خوړلو پرته د خپلو ملي پروژو د تطبیق حق لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب