جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار سوداګرو د هرات زلزله ځپلو سره څه باندې ۴ میلیونه...

د ننګرهار سوداګرو د هرات زلزله ځپلو سره څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

تاند (چهارشنبې، د میزان ۱۹ مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې د هرات زلزله ځپلو سره د ننګرهار د سوداګرو د څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ مرستې خبر ورکړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مرسته سوداګرو نن د ننګرهار لپاره د طالبانو والي ته سپارلې او د نورو همکاریو ډاډ یې هم ورکړی.

له ننګرهار څخه د تاند خبریال وایي، چې نن په درېیمه ورځ هم د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو په جلال اباد ښار کې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې ټولولو خېمه درولې وه.

تر دې مخکې په تېرو دوو ورځو کې د خلکو لخوا د هرات زلزله ځپلو سره په ننګرهار کې د څو میلیونه افغانیو د مرستې ټولیدو خبر ورکړل شوی و.

د ننګرهار د درمل پلورونکو اتحادیې غړو هم په پراخه کچه د هرات زلزله ځپلو ته د روغتیایي وسایلو د برابرولو خبر ورکړی.

د افغانستان له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې ټولیدو خبرونه ورکړل شوي.

له دې سره، نیوکې دا دي چې د طالبانو رژیم هم له خپل لوري او هم د نړیوالو مرستو د جلب له پلوه دغو زلزله ځپلو ته په رسیده ګۍ کې بریالی نه و.

طالب چارواکو بیا تورونه رد کړي او د ښو تدابیرو ادعا یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب