Homeخبرونهتخار کې ۳ تنه د سرو زرو د موندلو په لټه مړه...

تخار کې ۳ تنه د سرو زرو د موندلو په لټه مړه شول

تاند (چهارشنبې، د میزان ۱۹ مه) په تخار کې د طالبانو ځایي چارواکو د سرو زرو د یوه کان پریوتو له امله د ۳ تنو د مړینې خبر ورکړی.

د تخار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالمبین ساپي رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان په سای ولسوالۍ کې یوه کان ته د سرو زرو د موندلو په نیت ورغلي وو.

ویل شوي، چې د ځایي خلکو او طالبانو له هڅو سره بیا هم، دوی د هغه کان له خاورو، چې پرې پریوتی، مړه راوتلي.

طالب چارواکو نه ده واضح کړې، چې دوی په ناقانونه ډول د دغه کان د کیندلو هڅه کوله که یې رسمي مسوولیت و.

د افغانستان په شمال کې، چې قیمتي کانونه لري، وخت په وخت د داسې پېښو خبرونه ورکول کیږي.

د پېښو یو دلیل په ټوله کې په ناقانونه توګه د کان کیندلو هڅې ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...