دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهله افغانانو د حقاني غوښتنه؛ په موږ ناشکري مه کوئ

له افغانانو د حقاني غوښتنه؛ په موږ ناشکري مه کوئ

تاند (سې شنبې، د میزان ۱۸ مه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خلکو غواړي، چې پر دوی او رژیم یې ناشکري ونه کړي.

نوموړي د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو په ملاتړ یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د امربالمعروف ادارې له ملایانو وغوښتل، چې خلکو سره له نېکې رویې کار واخلي او د وېرې احساس ورنه کړي.

د طالبانو نورو چارواکو او ویاندویانو هم خلکو ته بیا- بیا ویلي، چې پر دوی او رژیم یې ناشکري ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه هره ورځ د فقر، بې کارۍ او د خلکو؛ په ځانګړي ډول مسلکي کادرونو د جلا وطنۍ خبرونه ورکول کیږي.

طالب چارواکي بیا لویدیز هېوادونه په دې اړه په منفي تبلیغاتو تورنوي او د وضعیت د ښه والي ادعا لري.

4 COMMENTS

  1. پلار دی دافغانستان ټوله نوی او زړه وسپنه په پاکستان خرڅه کړه مونږ ویره لرو چی زمونږ د مړو هدوکی په پاکستان ونه پلوری

  2. په عنوان کې دغسې کامه او سیمي کولن ډېر بد ښکاري. لطفا د تاند د ژبې معیار یو لاس وساتئ. په یوه مخکیني خبر کې اول پاراګراف ډېر اوږد و، بل کې بل ډول. یو څه نظم او دسپلین ساتئ. مننه

  3. په هیچا افغانان ناشکري نه کوي چې په خیټه لږ ماړه شي. د لوږې د لاسه خو بیا په هر چا ناشکري کوي. افغانان اوس هغه پخواني افغانان ندي، ځکه هر تپل شوي او په زور قدرت ته رسیدلو ته سر ټیټوي. بله چاره هم نلري بې له هر څه منلو او سر ټیټولو.

  4. افغانان ستاسو پکوم ظلم شکروکړي ؟ په دې چې شل کاله مو په انتحاريان کې دزړه ټوټي په وينو ور ولړلي په دې چې په يو اوبل نوم ځوانان ورترور کړه ؟ په دې چې شل کاله مو روحي شکنجه کړل اوکه په دې چې دغريبۍ يوه ګوله ډوډۍ هو ځيني واخيستل تعليم يافته ځوانان ياپه سمندرونو کې دکبانو خوراک شوه اويامو په وطن کې بې روزګاره کړه لږ دغرور دنيلې څخه راکوز شٸ اودملت په بد حالت ځان خبر کړٸ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب