پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله ته نږدې طالب والي: پاکستان او ایران اسراییلو غوندې...

ملا هبت الله ته نږدې طالب والي: پاکستان او ایران اسراییلو غوندې حکومتونه لري

تاند (سې شنبې، د میزان ۱۸ مه)  د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله ته نږدې شېخ محمد خالد، چې د کابل لپاره د نوموړي والي دی، نن د لویې جرګې خېمه کې یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان او ایران حکومتونه د اسراییلو له حکومت سره ورته وبلل.

شېخ خالد د طالبانو له ملاتړو قومي مشرانو او دیني علماوو سره جوړې شوې غونډې ته دا نیوکې له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان د حکومتونو د ناوړه چلند پر وړاندې د اعتراض په دول وکړې.

د هغه په وینا، دغه هېوادونه سره له دې چې خلک یې افغانانو سره همکار دي او ښې اړیکې یې ورسره پاللي، خو حکومتونه یې د اسراییلو په شان خواص لري او افغان کډوالو سره ظلم کوي.

د ایران او پاکستان حکومتونو د دغه طالب والي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شېخ خالد د طالبانو مشر ملا هبت الله ته له نږدې کسانو ګڼل کیږي.

څو ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده خپل رئیس الوزرا ملا حسن اخند ته دنده سپارلې وه، چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یو پلاوی وګماري او هېواد ته د ستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل ته هم تیاری ونیسي.

په وروستیو کې یاد شوي دواړه هېوادونه له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او هره ورځ ګڼ افغانان شړي، چې له دې امله افغان کډوال ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

4 COMMENTS

  1. خبره خو دا ده چی د یو هیواد څخه پراخ مهاجرت د هغه هیواد د حکومت د حماقت او رذالت او عدم لیاقت نخښه ده البته د انګریز او یهودو او انګریزانو د مزدورانو ( طالبانو ) څخه بله توقع هم نه کیږی.

  2. دا ډیر د شرم ځایی ده چی ته طالب دی خپل معنوی پلارپاکستان په مقابل کښی دا خبره کوی او یا دا د ای اس ای په اشاره د خلکو د تیروستنی لپاره یې کوی که تاسو کی اتسانیت او د اسلامیت لس فیصده نښه هم وایی خلکو به خپل وطن او ټاټوبی نه خوشی کاوه دا ستاسو د غیر انسانی او غیر اسلامی عمل نخښه ده چی ټول ملت سرګردان او په پردیو هیوادو کی د ذلت ورځی تیروی نو تاسو په څه ویاړی یو حکومت چی ملت ونلری او په سلو کی یو فیصد ملت راضی نه نوی نو څنګه ځان ته انسان وایې

  3. iIN THE WORLD ALL COUNTRY CAN NOT FIND JOBS FOR ALL PEOPLES;
    PEOPLES MUST FIND JOBS FOR SELF.
    LIKE AGRECALTURES/FARMING//LIKE CHICKEN/FISH/COW/S AND MORE FARMING.
    BUSINESS/TRANSPORT IS ANOTHER WAY FOR JOBS
    IN THIS TIME STRONG MANS CAN TRAINIG FOR TRUCK DRIVERS,AND TRANSPORTATION IS ONE OTHER GOOD JOB FOR AFGHANS,
    NOT NECESSARY TO BECOME IMIGRANT TO OTHER COUNTRY
    STAY IN AFGHANISTAN AND DO SOME THING FIND JOB FOR SELF
    GROW SOME CHICKEN/GOAT/COW IN HOME
    CHICKEN WILL GIVE TO YOU EGGS AND GOAT OR COW WILL GIVE TO YOU MILK
    THANK YOU

  4. Hey razmuhammad , you may don’t know that every task wants enthusiasm and willingness, why you don’t keep chickens and wait for its eggs 🤥

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب