Homeخبرونهد جګړې پای او د ترافیکي پېښو دوام؛ بامیان کې یې ۱۲...

د جګړې پای او د ترافیکي پېښو دوام؛ بامیان کې یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (سې شنبې، د میزان ۱۸ مه) د بامیانو د مرکز په توپچي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي مسوول صبور فرزان سیغاني  وویل چې دغه پېښه د مرکز په توپچي سیمه کې د ټوربو او فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې ۴ تنه مړه او د دوو ماشومانو په ګډون په کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.
سیغاني زیاته کړه، چې د دوی امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي چې روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د نوموړي پېښې د رامنځته کېدو د لامل په تړاو څه ونه ویل خو له دې وړاندې دې ورته ډېری پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له مله رامنځته شوې دي.

مخکې له جګړې وروسته ترافیکي پېښې په افغانستان کې د انسانانو په وسیله د مرګ ژوبلې تر ټولو اصلي دلیل ګڼل کیده، خو اوس د جګړو له پای ته رسیدو سره ترافیکي پېښې د هغو پېښو په سر کې دي، چې د انسانانو له بې غورۍ رامنځته کیږي او ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...