جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م. وايي، د هرات په زلزله کې لا هم د ۵۰۰ تنو...

م.م. وايي، د هرات په زلزله کې لا هم د ۵۰۰ تنو مړي نه دي موندل شوي

تاند (سې شنبې، د میزان ۱۸ مه) ملګروملتو نن وویل چې په هرات ولایت کې د شنبې د ورځې د زلزلې په قربانیانو کې لا هم د نژدې ۵۰۰ تنو مړي نه دي موندل شوي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، اوچا ویلي د زلزلې په اصلي مرکز، زنده جان ولسوالۍ کې دوی ۱۳۰۰ تنه مړه او ۱۷۰۰ ټپیان ثبت کړي دي.

د دې ادارې پر اساس، په ځینو سیمو کې درست کلي ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د هرات ولایت په ۵ ولسوالیو کې ۱۲ زره ۱۱۰ تنه یا ۱۷۳۰ کورنۍ اغېزمن شوي دي.

د اوچا ویاند ینس لېرک، چې په جینیوا کې خبرې کولې، همداراز وویل چې ډېر احتمال شته چې د مړینو شمېر زیات شي ځکه چې لا هم ارزونې روانې دي.

تراوسه پورې د دې زلزلې د تلفاتو کره معلومات نه شته. د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي چې شاوخوا ۴ زره تنه وژل شوي خو ځینې نور بیا وايي چې ۲۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

د شنبې د ورځې په یوولس بجې او ۲۰ دقیقې له سختې زلزلې وروسته بیاځلي زلزلې لا هم دوام لري. نن (سې شنبه) هم په زلزله ځپلې سیمه کې، یو بل ټکان، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۱ و، احساس شو چې وضعیت یې لا پسې خراب کړ.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی ویلیم سپینډر وايي، په داسې حال کې چې زلزلې سخت زیات تاوانونه اړولي او پاتې خلکو روحي ټکان خوړلی، پلټونکي او ژغورونکي ټیمونه هغو خلکو ته، چې هیڅ ورپاتې نه دي، د پناه ځاونو او څښاک اوبو د برابرولو هڅه کوي.

1 COMMENT

  1. ATTENTION TO ALL AFGHANS AND UNITED NATION;
    THIS EXPLOSION IN AFGHANISTAN IS NOT NATURAL EARTHQUICK,
    BUT IRAN TESTED NUCLEAIR EXPLOSIVE MINERALS IN AFGHANISTAN
    PAKISTAN&IRAN BOOTH TEST NUCLEAR EXPLOSIVE IN AFGHANISTAN LIKE NATO
    DEATH ON ALL ENEMY OF AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب