یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ټولنيزه سلامتيا (روغتيا) Social Health

ټولنيزه سلامتيا (روغتيا) Social Health

ژباړه: لمر نيازی – خوست
[email protected]
پېژندنه
ټولنيزه سلامتيا /روغتيا په دې معنا نه ده چې يو څوک رواني ناروغي يا ټولنيزې ستونځې ونه لري؛ بلکې دا له دې جلا موضوع ده. په ټولنيزه توګه تندرستي او سلامتيا د خوشالۍ د لوړې اندازې په معنا ده او په دې کې له نورو خلکو سره د تعلق او اندېښنې لرلو حس هم شامل دی.

څنګه چې موږ وده کوو (لويېږو) ورسره يو ځای ټولنيز مناسبات هم زموږ په ژوند کې ځای نيسي. موږ کرار کرا په خپل چاپېريال کې د موجودو مختلفو ټولنيزو جوړښتونو، لکه ښوونځي، پوهنتون، دفتر او داسې نورو برخه ګرځو. دا مثتبې اړيکې له موږ سره د يوه داسې مرستندويه سيستم په رامنځته کېدلو کې مرسته کوي چې موږ ورسره هوساينې ته رسېږو. د ټولنيزې سلامتيا موضوع شايد ناديده او ستونځمنه په نظر راشي، خو په حقيقت کې دا د روغتيا له اساسي ارکانو څخه يو رکن دی.

د کره او ثبت شويو موندنو له مخې په ډاګه شوېده، هغه څوک چې په ټولنه کې په ښه ډول مدغم شوي دي، هغوی له نورو څخه اوږد او صحتمند ژوند لري. په يوه ارزونه کې چې په (PLoS, Public Library of Science) ژورنال کې خپره شوې ده راغلي دي چې غوره ټولنيزې اړيکې د انسانانو د ژوند او نجات چانس پنځوس سلنه ۵۰٪ لوړ ساتي.

تعريفونه

دا چې ټولنيزه سلامتيا د روغتيا له ابعادو څخه يو بعد تشکيلوي، نو لازمه ده چې له هر څه وړاندې روغتيا وپېژنو.
روغتيا: روغتيا د ناروغۍ او کمزورۍ نشتوالي ته نه؛ بلکې د فزيکي، رواني او ټولنيزې بشپړې هوساينې د درلودلو حالت ته وايي( د روغتيا نړيوال سازمان WHO)

هوساينه: هوساينه په ژوند کې د بدو حالاتو او منفي احساساتو د نه درلودلو (غيابت) په معنی ده او که چېرې يوه اندازه موجود هم وي، خو د مثبت وضعيت او احساساتو اندازه پکې غالبه او زياته وي.

ټولنيزه هوساينه: ټولنيزه هوساينه د خلکو هغې وړتيا ته ويل کېږي چې د ژوند لومړنۍ اړتياوې يې پوره وي او په داسې ټولنو کې سوله ييز ژوند کوي چېرته چې د پرمختګ دپاره فرصتونه موجود وي او هوساينه يې د بدو حالاتو او احساساتو د غيابت له امله وي. او که چېرې منفي/ بد حالات او احساسات موجود هم وي، خو چې د مثبتو هغو اندازه ترې زياته وي.

ټولنيزه سلامتيا: د ټولنيزې هوساينې يو حالت

ټولنيزه سلامتيا د روغتيا يو مثبت بعد دی، کوم چې د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا د روغتيا دپاره په وړاندې شوي تعريف کې د اساسي رکن په توګه راغلی دی. دا د انسان هغه انفرادي وړتيا ده چې د مختلفو ټولنيزو حالاتو په اساس يې اعمالوي.

د ټولنيزې سلامتيا ضرورت

د سلامتيا په ښو اړيکو کې غوره مفاهمه، خواخوږي او د کورنۍ، ملګرو او همکارانو خيال ساتل شامل دي. ځانغوښتنه، تاوتريخوالی او يوازيتوب د يو شخص پر سلامتيا د ناروغۍ په څېر اغېزه کوي، د ذهني فشار او فوج سبب يې ګرځي او بلاخره د خپل ځان او نورو ته خطر پېښوي. ټولنيزه انزوا/ تجريد او ټولنيز انحصار/ځانځاني (منحصر په فرد) دواړه د دې لامل ګرځي چې له بد ژوند، ذهني فشار او د مزمنو(اوږدمهاله) ناروغيو له خطر څخه د بچ کېدنې/ژغورنې چانسونه مو ډېر راکم کړي او دا بيا په خپل ځای د فزيکي او رواني کمزورۍ سبب ګرځي. پس ويلای شو چې ټولنيزه سلامتيا د ډېرو مسئلو تر شا اساسي مسئله ده.

د ټولنيزې سلامتيا ځانګړنې (عوامل)

هغه فکتورنه چې د روغتيا د زيانمنوونکي وضعيت نابرابر حالات رامنځته کوي لکه اقتصاد، اجناس او خدمات، زده کړو ته لاسرسی، ټولنيز سازمانونه او داسې نور، د يو شخص د ټولنيزې سلامتيا بشپړه څرګندونه کوي او څرنګوالی يې د دې فکتورونو له مخې ارزول کېږي. همدارنګه د امکاناتو دغه کمزوری او نابرابره وېش چې بد وضعيت يې رامنځته کړی، د کمزورو ټولنيزو پاليسو او برنامو له امله دی چې د يوه شخص د ژوند پر حالاتو څرګنده اغېزه لري. د نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو له مخې، د پيداښت سيمې او هېواد ته په کتلو سره د نړۍ خلک په ډراماتيکه توګه په خپل منځ کې د ژوند ستر تفاوتونه لري. په جاپان کې خلک په اوسط ډول له ۸۰ کلونو پورته ژوند کوي، برازيل کې دغه کچه ۷۲ کاله ده، هندوستان کې ۶۳ کاله او په يو افريقايي هېواد کې بيا د ژوند اوسط عمر له ۵۰ کالونو هم په ښکته کچه کې دی. پس د يوه هېواد د عمومي روغتيايي وضعيت د ښه والي دپاره لازمه ده چې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ تر منځ توازن وساتل شي.

د ټولنيزې سلامتيا ابعاد 

د ټولنيزې ارواپوهنې او رواني روغتيا د متخصص کوري لي (Corey Lee M. Keyes) په نظر ټولنيزه سلامتيا او ټولنيزه هوساينه پينځه عمده ابعاد لري لکه: ټولنيز ادغام، ټولنيز ګډون، ټولنيز انسجام، ټولنيز تحقق او ټولنيزه منښته او قبلونه.

1- ټولنيز ادغام/يوځای کېدنه Social integration

دا احساس د ټولنې يوه برخه ده. دا هغه حدود او اندازه تشريح کوي چې د يوه فرد کوم احساسات له ټولنې او د افرادو له کوچنۍ مجموعې سره تړلي دي. دا له نورو سره د يوه شخص عادي والی او د نوموړي د خپلوۍ د حس څرګندونه کوي. د ټولنيز ادغام دپاره د نورمونو او لېوالتيا له مخې پر نورو وګړو مشترکه اتکاء لازمي ضرورت دی. د ټولنيز ادغام نشتوالی له جامعې څخه ليرې والی او پرديتوب رامنځته کوي چې په پايله کې يې له يو شخص سره د ټولنيزې رټنې او بېلوالي احساس مل کېږي.

2- ټولنيز ګډون (تعاون/مرستندويي) Social contribution

دا په ټولنه کې د يوه فرد د ارزښت احساس دی. دا احساس د نورو په اړه د يوه شخص د فردي تعهد څرګندونه کوي او يا هم د يوه کس هغه خصلت دی چې د يوې مجموعې په توګه بشپړه ټولنه متاثره کوي. د ټولنيز ګډون دپاره يوه شخص ته لازمه ده چې د يوه مسووليت په توګه خلکو(نړۍ) ته ارزښتمن شيان/خدمات وړاندې کړي. خو که چېرې دغه شخص د دې مسووليت په ادا کولو کې پاتې راغی، نو شايد له ټولنې څخه د بېلوالي او پرديتوب احساس ورسره ملګری شي. د اريکسن په وينا په منځني عمر کې چې د ځوانۍ پړاو هم وي؛ ځوانان کولای شي له ټولنې سره بيخي ډېره مرسته وکړي او په دوی پسې وروسته راتلونکی نسل د ټولنې په کارنده غړو بدل کړي.

3- ټولنيز انسجام Social coherence

دا هغه حالت دی چې يو شخص يا د خلکو يوه ډلګۍ پکې له يو بل سره متقابل تعامل کوي. د خلکو تر منځ خپل منځي تعامل د نويو نظرياتو او وړتياوو د رامنځته کېدو زمينه برابروي تر چې په ژوند کې له نامطلوبو او فشاره ډکو پېښو سره د مخ کېدو پر مهال منسجم پاتې شي.

4- ټولنيز واقعيت Social actualization

دا له نورو خلکو سره د مثبتې ډاډمنتيا او توافق کچه ده. په دې کې د نظرياتو، هڅو او تجربو د پرلپسې ودې دپاره آزادي موجوده ده او هغه خلک چې په خپل ځان کې دغو موجودو ظرفيتونو ته تبارز ورکوي، په ټولنيز لحاظ روغ او سلامت بلل کېږي. دوی په واقعي توګه دا ثابتولی شي چې د خپلو وړتياوو په وسيله ټولنه ډېره ښه او سلامته کړي او د همدې ټولنيزې ودې ګټه به خپله دوی هم ته هم ورسېږي.

5- ټولنيزه قبولي(منښته) Social acceptance

دا د يوه شخص هغه قابليت څرګندوي چې په يوه ټولنه کې غوره څه خپل/قبول کړي او بد هغه يې وزغمي. د دې دپاره چې له ټولنې سره سازګاري وکړي؛ يو شخص بايد هغسې رويه اختيار کړي، څه وړ چې د ده/دې شا او خوا خلکو اختيار کړېده. د دغه رنګ سلوک په څرګندولو سره خلکو ته په جامعه کې د اطمنان احساس حاصلېږي. يو شخص چې خپل ځان يې ښه پېژندلی وي او خپلې ښېګړې او بدګړې دواړه مني، نو هغه کس د ښې ټولنيزې او رواني سلامتيا درلودونکی بلل کېږي. پس ويلای شو چې د خپلو ښو او بدو منل، د نورو خلکو د ټولنيزې منښتې دپاره ضروري دي.

د ټولنيزې سلامتيا د ترلاسه کولو ستراتيژئ

د دې دپاره چې يو څوک له ښې ټولنيزې سلامتيا برخمن شي، بايد لاندې نقطو او هڅو ته جدي توجه وکړي:
• د خپل وخت، هڅو او انرژۍ يو برخه قربان کړئ(وقف يې کړئ)
• خپل شناخت رامنځته او شخصيت مو وروزئ
• نويو اړيکو ته وده ورکړئ
• له ملګرو سره يو ځای خرچې وکړئ (پيسې مصرف کړئ)
• له نوي چاپېريال سره ځان عيار کړئ
• د وړو وړو شيانو په اړه شکايت مه کوئ
د ټولنيزې سلامتيا د ودې ستراتيژئ
1- اړيکې رامنځته کړئ
• د مطالعې، انځورګرۍ، ليکوالۍ، يوګا(سپورټ) او داسې نورو ګروپونو سره د يوځای کېدو له لارې غير رسمي بوختياو ته وده ورکړئ.
• .نوي مهارتونه زده کړئ، لکه هنر، اتڼ/نڅا، پخلی، لامبو او داسې نور
• .په ښوونځي او يا له کوره دباندې مناسبتونو کې رضاکارانه ګډون وکړئ
• .سفرونه وکړئ او نوي خلک وګورئ/ وپېژنئ
2- خوځند/ فعال اوسه
• په بحثونو او خبرو-اترو کې ګډون وکړئ
• .د سپورټي تمرين له ډلې سره يو ځای شئ، يا دا چې له کوره دباندې له ملګرو سره نوې بوختياوې رامنځته کړئ
• . له مور او پلار سره د کور په کارونو کې مرسته وکړئ
3- د خپلوئ هوسا اړيکې جوړې کړئ
• خپلې انګېرنې او احساسات مو له والدينو او ملګرو سره شريک کړئ
• د اړتيا پر مهال د مرستې غوښتنه وکړئ
• بې له دې چې له ځان نه قاضي جوړ کړئ، نورو ته غوږ ونيسئ
• تفاهم وکړئ او هر کار په تعهد او رضايت تر سره کړئ
• له شخړو او غوسې څخه ځان وساتئ
• د چا د نظر مخالف واوسئ، خو په درناوی سره
• د بدو خلکو له ډلګيو ځان وساتئ او ځان دپاره اساسي کرښې وټاکئ

4- په کورنۍ کې د سلامتيا عادتونو ته وده ورکړئ
• روغتيايي خواړه وخورئ، د کورنۍ له غړو سره
• د تلويزيون او موبايل د کتلو پر ځای بيرون ته ووځئ
• خواړه په ګډه پاخه/تيار کړئ
• ماشومانو ته د هغوی د وړتيا مطابق چارې وسپارئ او په پای کې يې وستايئ
• په کور کې د نظم او ډسيپلين دپاره اوصول وټاکئ
• د رخصتيو په ورځو کې له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ او يا په ګډه د يو ځای ليدنې ته ولاړ شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب