یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه جنوبي وزیرستان کې زرګونو کسانو د پاکستان د پوځي عملیاتو د...

په جنوبي وزیرستان کې زرګونو کسانو د پاکستان د پوځي عملیاتو د پیلېدو خلاف لاریون وکړ

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د ناامنۍ او د عزم استخکام عملیاتو خلاف نن (جمعه) زرګونو کسانو د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼې کې لاریون وکړ.

د سولې او امن په نوم د دې لاریون ګډونوالو غوښتنه کوله چې د دوی په سیمه کې دې عملیات نه کېږي.

د وزیرستانونو لکونه خلک د ضرب عضب عملیاتو له کبله بې ځایه شول او سلګونو نورو ته مرګ ژوبله واوښته.

د واڼې په لاریون کې د قومي مشرانو او سپین ږیرو ترڅنګ د ګوندونو مشرانو، محصلانو او د ټولنې د بیلابیلو طبقو غړیو ګډون درلود.

دوی، چې سپین بیرغونه یې په لاسونو کې وو، له حکومته په خپله سیمه کې د امن غوښتنه کوله او ویل یې چې په وزیرستانونو کې یو وار بیا پوځي عملیات نه شی زغملی.

د لاریون برخوالو له حکومته همداراز وغوښتل چې د سولې په نوم لښکر یا ګمېټه جوړه نه کړي او د وزیرستان د اوسیدونکو له قاتلانو سره دې حساب وکړي.

دا لاریون وروسته له دې کېږي چې په بنو کې لسګونو زرو خلکو ورته لاریون وکړ خو پوځیانو پرې ډزې وکړې چې له کبله یې لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.

په کوزه پښتونخوا کې لارینونه په داسي حال کط کېږي چې ټاکل شوې ده د اکتوبر په ۱۱ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظوړ پښتین په بلنه د پښتنو لویه جرګه دایره شي او په هغې کې د پښتنو د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.

1 COMMENT

  1. عملیات دي نه کوي. او د وزیرستان د اوسیدونکو له قاتلانو سره دي حساب هم وکړې. دا نو ضد او نقیض غوښتنې دي.
    د وزیرستان د اوسیدونکو قاتلان څوک دي.؟
    که حکومت قاتل وي نو له حکومت نه دا ډول غوښتنه هم احمقانه ده. او که نور څوک وي نو بیا دي ولي په ضد عملیات نه کوي.؟
    ( دوی، چې سپین بیرغونه یې په لاسونو کې وو، له حکومته په خپله سیمه کې د امن غوښتنه کوله او ویل یې چې په وزیرستانونو کې یو وار بیا پوځي عملیات نه شی زغملی.

    د لاریون برخوالو له حکومته همداراز وغوښتل چې د سولې په نوم لښکر یا ګمېټه جوړه نه کړي او د وزیرستان د اوسیدونکو له قاتلانو سره دې حساب وکړي.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب