یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهیوې امریکايی سناتورې داسي لایحه وړاندې کړه چې د طالبانو د هر...

یوې امریکايی سناتورې داسي لایحه وړاندې کړه چې د طالبانو د هر راز مشروعیت مخه نیسي

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د امریکا د کانکریس استازې نانسي مېس یوه لایحه وړاندې کړه چې پر اساس یې د ۲۰۲۴ کال د تروریستي دولتونو د رسمیت پېژندلو د مخنیوي قانون پر اساس د طالبانو هر ډول مشروعیت منع کوي.

دې جمهوريپالې سناتورې په یوه بیان کې ویلي: «زموږ لایحه تضمینوي چې امریکا به هیڅکله د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پیژني.»

اغلې میس ویلي چې هیڅ فدرالي اداره نه شي کولی د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني یا د دې ډول پالیسیو د ملاتړ لپاره بودجه تصویب کړي.

نانسي میس د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه هم وغوښتل چې طالبان دې د تروریزم د ملاتړي دولت او د یوه بهرني تروریستي سازمان په توګه وپیژندل شي.

تر دې وړاندې طالبانو په ځلونو ویلي چې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لوی خنډ د امریکا متحد ایالتونه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان واکمنې ادارې په نړیواله کچه د ډیپلوماټیکې مشروعیت لپاره “ټول شرطونه” پوره کړي، خو امریکا یې په رسمیت نه پېژني او نه نورو هېوادونو ته د دې کار اجازه ورکوي.

خو مجاهد او نور طالب چارواکي د خپلو هغو پالیسیو په اړه څه نه وايي چې له کبله یې هیڅ هیواد د دوی حکومخت په رسمیت نه پېژني بلکې وايي چې د نجونو د زده کړو د بندیز په شان پر رسنیو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او ګڼ نور افراطي اقدامات د دوی کورني مسایل دي.

4 COMMENTS

  1. سیاست هم ډیره ناولي لوبه دي. د هر سټیج او سناریو لپاره ځانته قصه لیکئ، او په ستیج د هغې قصه د تمثیل لپاره ممثلین غوره کوي. دا ډرامي له ځانه سره پیغام او اهداف لرئ. دایرکټران چې، کله پوه سي چې، اکټران کمزوري دي نو دوه کاره کوي:
    ١- نور غښتلې اکټران رابرسیره کوي چې، کو اکټر ورته وایې
    ٢- د دایرکټري چاري بل ته سپاري او یا هم دا ټوله پروسه تقاعد ته سوقوي. داسې ښکاري چې، د هیبتې ځناورو ډرامه هم له تقاعد سره مخامخ دي.

  2. دا لایحې چندانې معنی نه لري. څو کاله پخوا پاکستان هم د ترهه ګرو ملاتړ کوونکی هیواد بلل کیده خو نن تک سپین چرک دی. امریکا عوامفریبي کوي.

  3. منافقانو د طالب نه تیر شئ چندان ډله یا شیان ندي ځکه بل څوک یې ځنځیر په لاس لري اصلي د رسۍ والا باندې باید دا لایحه عملي شي. پاکستان ستاسو د دولت په وینا دا هر څه کوي باید دا بندیزونه د ترورست په ملاتړي عملي شي.

  4. امریکایی سناتورې یو پټی رشقه وخوړه خو لا خوسکۍ پاتې شوې. سناتوره اصلا د امریکایی دروغجن سیاست ارزښت نور هم راټیټوی. مانا داچې سنا کې دغه ډول کسان هم په اخور ولاړ دی.د افغانستان ربړیدلی، جنګ او جګړو خوړلی ، ستړی اوستومانه ولس برخلیک نه دسناتورې شخی ببولا ده او نه دذبیح الله مجاهد !
    سناتوره لیونۍ باید دومره دظرفیتونو پرمحتوا کې پوهه ولری چې افغانستان کې ناتو او امریکا څه وکړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب