Homeخبرونهد المپیک سیالیو په درشل کې د فرانسې د ریلګاډو پر شبکې...

د المپیک سیالیو په درشل کې د فرانسې د ریلګاډو پر شبکې بریدونه شوي

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د ورانکارۍ او اور اچونو څو پېښوو، چې فرانسوي چارواکي وايي د “همغږي بریدونه” وو د هیواد د ریل په شبکه کې پراخه ګډوډي رامینځته کړې.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برخه کې تحقیقاتو ته یوې نژدې سرچینې وویل چې دا بریدونه ورانکارو عناصرو کړي دي.

د فرانسې د رېلګاډي د شرکت د مشر په وینا، د دې ګډوډیو په پایله کې، ۸۰۰ زره مسافر اغېزمن شوي او د ریلګاډو تګ یې ځنډول شوی دی.

دا پیښه په پاریس کې د المپیک د مراسمو تر پیلیدو مخکې وشوه او ښايي دا مراسم یې له کبله څو ساعته په ځنډ پیل شي.

د فرانسې د رېلګاډي شرکت په وینا، د پاریس په لویدیځ، شمال او ختیځ کې د هیواد د چټک یا ایکسپریس رېلګاډي پر شبکې بریدونه شوي دي.

شرکت ویلي: «تېره شپه د فرانسې د ملي اورګاډي شبکه د ورانکارۍ قرباني شوه. زموږ تاسیساتو ته د زیان رسولو لپاره قصدي اورونه اچول شوي دي.»

د یوروسټار ریلګاډی، چې د لندن او پاریس ترمنځ مسافرین لیږدوي، هم ګډوډ شوی.

لکه څنګه چې د فرانسې د اورګاډي شرکت چارواکي وايي، د جمعې په ورځ د ځینو اورګاډو پر لغوه کیدو سربیره، ګډوډي ممکن د شنبې او یکشنبې په ورځو کې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...