جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهیو شمېر ښځینه معترضانو د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په...

یو شمېر ښځینه معترضانو د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت اعتراضونه کړي

تاند: (شنبه، د زمري ۲۱ مه ) د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې د طالبانو د رژیم خلاف د ښځینه معترضانو د اعتراضونو خبر ورکړل شوی.

په کابل کې یو شمېر ښځو ویلي، چې طالبانو ورسره تشدد کړی او د اعتراضیه حرکت مخه یې نیولې ده.

دوی په دې اړه کوم سند نه دی وړاندې کړی او ویلي، چې په حاکمو شرایطو کې ورته د تشدد د حالت مستند کول ستونزمن وو.

له تخار او دغه راز د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه هم د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت، د دوی خلاف د افغان ښځو د اعتراضونو راپور ورکړل شوی.

معترضو ښځو ویلي، چې طالبانو یې حقونه اخیستي او نړیوال یې باید رژیم په رسمیت ونه پېژني.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوی مخکې هم تورن شوي وو، چې ټولو معترضانو او له هغې ډلې ښځو سره تاوتریخوالی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب