Homeخبرونهد طالبانو چارواکي: د ۱۶ بهرنیانو په ګډون څه باندې ۱۶ زره...

د طالبانو چارواکي: د ۱۶ بهرنیانو په ګډون څه باندې ۱۶ زره بندیان لرو

تاند: (شنبه، د زمري ۲۱ مه )  د طالبانو د زندانونو مسوولانو نن د دوی په زندانونو کې د موجودو بندیانو شمېر ښودلی.

دوی ویلي ، چې په بندیخانو کې ورسره د پنځو مېرمنو په ګډون شپاړس بهرنیان هم بندیان دي.

دطالبانو د زندانونو د چارو د سمون د ادارې چارواکو وویل، چې د افغانستان په زندانونو کې د ټولو بندیانو شمیر شپاړس زرو ته رسیږي چې یو زر یوسل او څلور نوي پکې میرمنې دي.

طالبانو نه دي ویلي، چې په بهرنیو زندانیانو کې د کومو هېوادو اتباع شامل دي.

څه موده مخکې د امریکا د حکومت یوه ویاند وویل، چې په دوحه کې یې استازو د طالبانو پلاوي سره د خپلو بندي اتباعو د خلاصون په اړه هم خبرې کړي دي.

طالبانو د یادو بندیانو هویت نه دی ښودلی.

تازه، د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ملکي هوایي چلند ادارې د مشر محمود شاه حبیبي کورنۍ ویلي، چې هغه له څه باندې یو کال راهیسې طالبانو سره بندي دی.

حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي دی، د کورنۍ د غړو په وینا یې، طالبانو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري په وژلو کې دلاس لرلو په تور بندي کړی.

نوموړي د جمهوري نظام له سقوط مخکې، د ملکي هوایي چلند له ادارې استعفا کړې وه او په کابل کې د یوه بهرني شرکت سلاکار و.

د هغه کورنۍ، پر هغه د طالبانو لګول شوی تور رد کړی او ویلي، چې د خوشې کیدو او ورسره د لیدو غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...