جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهانجینر مختار: پېښور کې کباړ ټولوونکي افغان خبریال ته مې د خرما...

انجینر مختار: پېښور کې کباړ ټولوونکي افغان خبریال ته مې د خرما پلورلو امکانات برابر کړل

تاند: (شنبه، د زمري ۲۱ مه ) تر هغې وروسته، چې په پېښور کې د یوه افغان خبریال د کباړ ټولولو عکسونه خپاره شول، یوه افغان ټولنیز فعال نوموړي ته د خرما پلورلو د امکاناتو د برابرولو خبر ورکړ.

د انجینر نذیر احمد مختار په نوم دغه فعال، چې پخوا د ننګرهار د ترانسپورت آمر و، په خپله فیسبوک پاڼه کې د نصرت شهاب په نوم افغان خبریال سره خپل ګډ عکس خپور کړی او ویلي، چې هغه به سمدستي د خرما پلورلو کار ته مخه کوي.

مختار له زیاتو جزیاتو پرته لیکلي، چې دغه خبریال ته د خرما پلورلو کراچۍ او یوه اندازه خرما اخیستل شوې څو خپل کاروبار پرې پيل کړي.

نصرت شهاب مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبناو له واکمنیدو او ډېرو رسنیو له سقوط سره یې پېښور کې مزدورۍ او کباړ ټولولو ته مخه کړې ده.

د هغه په اړه ډېرو افغانانو خواشیني ښودلې او ورسره د مرستې غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب