Homeخبرونهانورالحق کاکړ د پاکستان موقت صدراعظم وټاکل شو

انورالحق کاکړ د پاکستان موقت صدراعظم وټاکل شو

تاند: (شنبه، د زمري ۲۱ مه ) د پاکستان د لومړي وزیر شهباز دفتر ویلي، چې شریف او د اپوزیسیون مشر راجا ریاض په ګډه، انورالحق کاکړ د موقت صدراعظم په توګه معرفي کړی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د نوموړي له ټاکل کیدو سره موافقه کړې ده.

 کاکړ، چې د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس و، ژر به موقته صدراعظمي پيل او د درېیو میاشتو په موده کې د پارلماني ټاکنو له ترسره کولو سره د پاکستان د نوي حکومت د رامنځته کیدو چارې بشپړې کړي.

 د پاکستان ولسمشر تېره اونۍ د صدراعظم په غوښتنه پارلمان ړنګ او په دې ډول د اوسني ایتلافي حکومت د کار موده پای ته ورسوله.

دا ټاکنې په داسې مهال پلان شوي، چې د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان محاکمه او تر پنځو کلونو له سیاسته منع شوی.

تمه کیږي، چې د خان په غیابت کې به د هغه سیاسي مخالفان ټاکنې وګټي.

له دې سره، معلومه نه ده چې خان به راتلونکې ټاکنې څومره وننګولی شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...