جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې لږترلږه ۶ افغانان مړه...

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې لږترلږه ۶ افغانان مړه شوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۲ مه) د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې د پناه غوښتونکو د یوې بیړۍ د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۶ افغانان مړه شوي دي.

د فرانسې (فرانس ۲۴) تلویزیوني چاینل وویل چې له دې پېښې، چې پرون (یکشنبه) وشوه، ۵۰ تنه ژغورل شوي دي.

د فرانسې د (Boulogne) ښار ساحلي ښار څارنوال فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په مړو شویو کسانو کې ۶ تنه افغانان پېژندل شوي چې عمرونه یې د دیرشو شاوخوا ښکاري.

ده همداراز وویل چې د بیړۍ اکثره سپرلي افغانان دي چې ځینې یې ځوانان او ځینې یې ماشومان دي.

له دې پېښې ۴۹ تنه، فرانسوي ساحل ساتونکو او ۱۳ بریتانیايی ساحل ساتونکو ژغورلي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې په دې پېښه خواشیني ښکاره کړه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایټالیا ساحلونو ته نژدې د پناه غوښتونکو یوه بیړۍ ډوبه شوه او لږترلږه ۴۱ تنه پکې مړه شول.

د ایټالیا د لامپدوسا چارواکو رسنیو ته وویل چې دغه ټاپو ته څېرمه ډوبه شوې بیړۍ د افریقايي هیواد تونس د اسفاکس ښار له ساحله راغلې وه.

د دې پېښې څلورو ژوندي پاتې شویو ژغورونکو ته ویلي چې په بیړۍ کې ټولټال ۴۵ تنه سپاره وو چې د هغو په منځ کې ۳ ماشومان وو.

دوی همداراز ویلي چې دا بیړۍ د تونس له اسفاکس ساحله راروانه شوې وه خو د ایټالیا ساحل ته نژدې په څو ساعتونو کې ډوبه شوه.

د بیړۍ سپرلي د بورکینافاسو، کامرون او عاج ساحل اتباع وو.

له افریقا او همداراز له ترکیې څخه ایټالیا او یونان ته په غیرقانوني ډول د پناه غوښتونکو بیړۍ په ځلونو په اوبو کې ډوبې شوي او سلګونه پناه غوښتونکي یې له کبله مړه شوي دي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت پخوا د یونان د ‘پېلوپونیز’ په ۷۵ کیلومترۍ کې یوه کښتۍ چې له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کسان په کې سپاره وو، ډوبه شوه. د دې بیړۍ سپرلي افغانان او پاکستانیان وو او لږترلږه ۷۸ تنه یې مړه او یا تري تم شول.

تر دې وړاندې هم د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۶ مه د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د افغانانو په ګډون ۱۸۰ کسان په کې سپاره وو او غوښتل یې په ناقانونه توګه د ترکیې له ازمیر څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب