دوشنبه, نوومبر 10, 2025
Home+ګڼې کورنۍ، که د اور بټۍ؟ | شاه زلمی‎

ګڼې کورنۍ، که د اور بټۍ؟ | شاه زلمی‎

زموږ په ټولنه کې په کلتوري لحاظ دا غوره ګڼل کېږي چې ستره، ګډه او له ریښو سره تړلې کورنۍ ولري، داسې کورنۍ چې وروڼه، ترونه، تره‌ زامن او ګڼ خپلوان په یوه ګډ کور یا ګډ اقتصاد کې ژوند وکړي. دا دود د یووالي، مینې او مرستې نښه بلل کېږي.
خو که له بل اړخه ورته وګورو، دا پوښتنه راولاړېږي:
ایا په دې کورنیو کې څوک فکر کوي چې دا دومره بشري ځواک څنګه د اقتصادي ودې او ځان‌ بسیاینې لپاره وکاروي؟
ډېری وخت د داسې  کورنیو ژوند د هغه متل ښکارندوی وي چې وایي:
 «یو یې ګټي، سل یې څټي.»
یعنې په یو لښکر کسانو کې د ګوتو په شمار اشخاص د کورنۍ د ټولو لګښتونو بوج پر اوږو پورته کوي، او پاتې غړي یې یوازې مصرفوي. دا حالت نه یوازې د کار او هڅې ارزښت کموي، بلکې د پرمختګ مخه هم نیسي.
ګډ ژوند که له یوې خوا د مینې او یووالي سمبول وي، له بلې خوا د اقتصادي بې‌ مسؤلیتۍ، شخړو او ستونزو سرچینه هم ګرځي. که دا ګډه انرژي او وړتیا په سمه توګه تنظیم شي، کولای شي د کورنۍ د هوساینې او پرمختګ بنسټ کېږدي. خو که په بې پروایۍ سره روانه وي، نو د «یو ګټلو او سل څټلو» کیسه رامنځته کوي.
ډېري مهال  په دې ډول کورنیو کې ځوانان ورځ په خوب، جنجالونو او بې‌ هدفه ملګرتیاوو تېروي. دوی نه یوازې د کورنۍ په اقتصادي پرمختګ کې برخه نه اخلي، بلکې د کورنۍ پر اوږو اضافي مالي بوج هم ور اچوي. همدارنګه، په هغو کارونو کې چې د کورنۍ د ژوند د اسانتیا لپاره مهم وي، برخه نه اخلي، نه د زده کړې هڅه کوي، نه د ځان جوړونې، او نه د نورو د ملاتړ فکر.  پایله دا شي چې هغه څوک چې یې ګټي، د مالي بار تر څنګ د کورنۍ د اخلاقي او عاطفي بوج پیټی هم پر سر وړي.
ژوند هغه مهال اسانېږي چې هر څوک خپل مسؤلیت او ذمه واري وپېژني؛ ګنې کور به بیا د ارام او هوساینې ځای نه وي، بلکې د کورنۍ د شخړو او جګړو مرکز به وي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٥ د نوامبر اا مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...