پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسټیسلا سږ کال روباټیک ټکسي راباسي

ټیسلا سږ کال روباټیک ټکسي راباسي

تاند (شنبه، د حمل ۱۷ مه) ایلن مسک وايي، ټیسلا به د سږ کال په اګست کې روباټیک ټکسي راوباسي.

مسک دا خبره څو ساعته وروسته له دې پر خپله ایکسپاڼه کې ولیکله چې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې ټیسلا د ارزانه برېښنايي نقلیه وسیلې له جوړولو په شا شوی دی.

خو د رویټرز د راپور په غبرګون کې مسک وویل »رویټرز بیا دروغ وویل.»

ټیسلا له ډېرې مودې راهیسي ژمنه کړې چې ارزانه برېښنايي موټر جوړوي چې د ابتدايي موټر بیه به یې له ۲۵ زره ډالرو پیلیږي. دې شرکت د سږ کال په جنورۍ کې وویل چې دا ډول موټر به د ۲۰۲۵ په نیمايي کې راوباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...