Homeخبرونهد امریکا وروستی سفیر: د بایډن اداره د تخلیې لپاره بې پروګرامه...

د امریکا وروستی سفیر: د بایډن اداره د تخلیې لپاره بې پروګرامه وه

تاند(شنبه، د حمل ۱۷ مه) په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جان بس وايي، په ۲۰۲۱ کې د امریکا حکومت له افغانستانه د خپلو اتباعو او افغانانو د ایستلو لپاره هیڅ پروګرام نه درلود.

جان بس د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، د ولسمشر بایډن د حکومت بې له دې چې کوم پروګرام ورته ولري، کابل ته ولیږه.

ده همداراز وویل، کله چې کابل ته ولېږل شو، په جریان کې نه و او د تخلیې پر پروسې د څارنې لپاره یې چمتووالی نه درلود.

جان بس یادونه وکړه، د تخلیې هدف یو شمېر امریکایان او افغانان وو، خو کوم فهرست نه و چې لومړیتوب چا ته ورکول کېږي، نورې هم ډېرې ستونزې وې.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې له افغانستانه د تخلیې په بحثونو کې کابو دوې اوونۍ مخکې د دې د کمېټې مشر مایکل مککال پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کلکې نېوکې وکړې چې د تخلیې د عملیاتو پر مهال یې د ځينو مساییلو په تړاو د دوی پوښتنې بې ځوابه پرېښي او له پامه یې غورځولي.

مک کال د بهرنیو چارو وزارت په چارواکو هم نیوکه وکړه چې له دوی سره یې همکاري نه ده کړې او سره له دې چې قانوناً د تخلیې د عملیاتو پالیسي او پرېکړې یې په لاس کې وې دوی یې دفاع وزارت ته راجع کړي.

مک کال وویل د دې لپاره چې له افغانستانه د تخلیې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې فاجعې او ننګونې بیا پېښې نه شي دا اوسنۍ څېړنې مهمې دي.

په دې غونډه کې د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخواني مشر جنرال مارک میلي د پخواني افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وبلله، خو د امریکا د شل کلن ماموریت ننګه یې وکړه.

د تخلیې د عملیاتو پر مهال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر خولې ته یوه ځانمرګې حمله وشوه چې پکې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت ومانه.

1 COMMENT

  1. که څه هم د انسان تشبیه د حیوان سره د انسانی کرامت خلاف ده خو څرنګه چی غربیان خصوصاً امریکن – انګریز زموږ غوندی ټولنو ته د انسان په سترګه نه ګوری بناً:
    ” دا د کفتار مخ دی خاوری سه ستا پخوانی سفیر “.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...