تاند (شنبه، د حمل ۱۸ مه) د هند د دفاع وزیر رجنات سينګ خبرداری ورکړی، چې هېواد به یې په هغو ترهګرو پسې پاکستان ته د ورتلو اقدام وکړي، چې د دوی هېواد کې له بریدونو وروسته پاکستان ته تښتي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، هندي وزیر دا هم ویلي چې هېواد یې له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې ۲۰ هغه کسان په پاکستان کې په نښه کړي او وژلي، چې هند کې یې ترهګریز فعالیتونه کړي وو.
رجنات سينګ ويلي: “که دوی پاکستان ته تښتي مونږ پسې پاکستان ته داخليږو او وژنو یې”.
هغه زیاته کړې ده: “هند تل له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړیکې غوښتې دي، خو که څوک بيا بيا هند ته سترګې را وباسي، هند ته راځي د ترهګرو فعاليتونو هڅه کوي، مونږ به یې پرې نه ږدو”.
پاکستاني چارواکو د هند د دفاع وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
مخکې پاکستان پر هند بیا- بیا دا تور پورې کړی چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو ملاتړ کوي او دا دوه ډلې په پاکستان کې د هند په مرسته لوی بریدونه سمبالوي.
هند هم تر دې مخکې پاکستان تورن کړی، چې کشمیر کې له سخت دریځو افراطي ډلو ملاتړ کوي او دا ډلې د هند خلاف بریدونو کې ښکېلې دي.
له وروستیو کلونو راهیسې، چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي بې ثباتي په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده، د هند شکایتونه او تورونه د پاکستان خلاف کم شوي.
له هغې ورځي څخه چې هند پیژنم لا تر اوسه مې ندې اوریدلی چې پدې ۳۵ کالو کې هند او پآکستان ترمینځ داسې ګام پورته شوي وی ځکه د هند پیاوړتیا او کمزوری سیاسی دریځ ټول نړیوال حیران کړی دی داسې دریځ لری لکه تیر ۲۰ کلن جمهوریت ځکه ټول ولس پوهیده چې طالبان په پاکستان کې اوسیدل مګر ۲۰ کاله پاکستان سترګي پرې پټې کړی او همدارنګه اوس پنجاب د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې په دغو ۲ کالو دوهم یا دریم ځل ده چې افغانستان کې برید کوی او ایران کې یی هم برید وکړ
کومه خبره چې اوس هند کوی پآکستان په ایران او افغانستان کې آزمایښت کړی نو هند اوس را ویښ شو
خو ګمان نکوم چې د امریکا او برتانیی له ویری په پاکستان برید وکړی ځکه اوس طالبان پوهیږی چې داعش پاکستان حمایه کوی مګر هلته لکه څنګه چې پاکستان برید وکړ طالبان برید نشي کولی او نړیوال یی خبره نه اوری
او هند همدارنګه در حساب کړی