پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهکابل کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو درې برابره زیاتوالی

کابل کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو درې برابره زیاتوالی

تاند (شنبه، د حمل ۱۸ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په یوه تازه اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د مراجعینو شمېر د پخوا په پرتله درې برابره زيات شوی دی.

دغې ادارې نن په خپله ایکس یا پخواني پاڼه کې لیکلي، چې دغه وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.

سرچینه زیاتوي، له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو کمېدل یو له هغو عواملو څخه دی چې په خوارځواکۍ اخته ناروغان ډېر شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیایی مرکزونو سره مرسته کوي چې په کې په خوارځواکۍ اخته میرمنو او ماشومانو درملنه کیږي.

تېر کال د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کړی و، چې په ټول افغانستان کې به نږدې ۸۰۰ زره میندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په خوارځواکۍ اخته شي، خو په کلینیکونو کې دا شمېر ۱،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

 د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند شرافت زمان تر دې وړاندې ویلي وو، په تېرو ۱۸ میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو د درملنې لپاره ۲۲ زره نوي سایټونه جوړ شوي، خو پخوا د دغو مرکزونو شمېر ۸۰۰ ته رسېده.

تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې وویل، چې خوارځواکي د ۴۵ سلنه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

د راپور له مخې، تر ۲ میلیونو زیات افغان ماشومان دا اوس په خوارځواکۍ اخته دي.

ویل شوي، چې یوازې ۲۴ سلنه افغان شپږ میاشتني ماشومان تر دوه کلنۍ پورې لازم خواړه ترلاسه کولی شي.

طالب چارواکو د دغو تازه راپورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې یې وخت پر وخت په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د شدت راپورونه رد کړي.

نړیوال سازمانونه وایي، چې خوارځواکي یوازې ماشومانو پورې محدوده ستونزه نه ده؛ بلکې د افغان میندو او نورو وګړو ژوند هم تهدیدوي.

1 COMMENT

  1. آیا دا ضروری ده چي د دفاع او داخله وزارتونو او استخباراتو ریاست تر څنګ هر ملا مدرسه او فوج ولری ؟
    د مشر ملاصاحب ۴۰زره کسیزه ملیشه د څه لپاره؟ دا څه ډول نظام دی؟
    دا د ۴۰ زره ملیشو مصارف او غیر ضروری مدرسو مصارف ،خوارځواکی کاملا کمولی شی خو که کار ،اهل کار ته وسپارل شی ورنه دا جهالت او بی عدالتی ملت تباه کوی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی