جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهله بې پيلوټه الوتکو د ملا هبت الله اندېښنه او نرم شوی...

له بې پيلوټه الوتکو د ملا هبت الله اندېښنه او نرم شوی اختریز پيغام

تاند (شنبه، د حمل ۱۸ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د  کوچني اختر په مناسبت خپل پيغام کې، د افغانستان په فضا کې د بهرنیو بې پيلوټه الوتکو د څار موضوع ته څنګزنه اشاره کړې ده.

هغه له ټولو لوریو غوښتي، چې د افغانستان “حریم، عزت او ګټو” ته پام وکړي.

ملا هبت الله اخوند زاده، چې مخکې به یې ډېر پيغامونه ډېر توند او له خبرداریو ډک وو په ننني پيغام کې یې لهجه تر پخوانیو نرمه وه.

هغه نه دي ویلي، چې د بهرنیانو له خوا د افغانستان په هوایي حریم کې د خپلو څارګرو الوتکو د ګرځولو دوام ته به یې غبرګون څه وي؟

له څو اوونیو راهیسې د افغانستان د نورو سیمو تر څنګ د کندهار په فضا کې، چې د طالبانو د واک اصلي مرکز او د ملاهبت الله اخوندزاده استوګنځی دی؛ د بهرنیو بې پيلوټه الوتکو د څار زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو ځینو مخالفو رسنیو ادعا کړې وه، چې د دغه څار له زیاتیدو وروسته ملا هبت الله له خپل استوګنځي څخه د پنجوایي ولسوالۍ په تلوکان کې یوې پوځي اډې ته لېږدیدلی او پر ځان له هوایي بریده وېره لري.

ملا هبت الله په دې پیغام کې د شریعت د تطبیق په نوم د دوی د ناندریزو سزاګانو له ورکړې دفاع کړې، خو نړیوالو اعتراضونو ته یې په دې تړاو د پخوا برعکس توند غبرګونونه نه دي ښودلي.

هغه له خلکو سره د خپل رژیم د چارواکو په ښه چلند ټینګار کړی او ویلي، چې باید بې ګناه د چا د وژلو او ځورولو سبب نه شي.

طالب مشر د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم عمومي اشاره کړې او د خپل رژیم د ځینو هڅو د یادولو ترڅنګ یې له خلکو غوښتي، چې شرکتونه او ممکنه پانګونې رامنځته او په وینا یې د حلال رزق ګټلو لپاره لاس په کار شي.

نوموړي له نړیوالو سره د اړیکو په برخه کې له زیات تمرکز پرته ویلي، چې د سیمې او اسلامي هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو لپاره یې بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې ده.

د ملاهبت الله اخوندزاده په پيغام کې د پوهنې وزارت د اړوندو تعلیمي مرکزونو د زیاتوالي خبره شوې، خو د نجونو د زده کړو هیڅ یادونه نه ده شوې.

مخکې یو شمېر طالب چارواکو د نجونو د زده کړو د ممانعت لپاره دا پلمه وړاندې کوله، چې ګواکې لازم امکانات ورته نشته.

د طالبانو منتقدانو بیا تل ویلي، چې د دوی رژیم زیات امکانات د افراطي مدرسو په جوړولو مصرفوي، خو د عصري زده کړو لپاره تیار جوړ شوي ښوونځي، تشکیلات او امکانات یې بې استفادې پریښي دي.

ملاهبت الله تر دې مخکې د افغانستان له ملي راډیو تلویزون څخه خپل یو غږیز پيغام خپور کړی و، چې پکې د شرعي حدودو د تطبیق په نوم یې د ښځو او نارینه وو د سنګسار او نورو مجازاتو ټینګار کړی و.

د هغه یاد شوی پيغام له څو ساعته نشر وروسته، بېرته د ملي راډیو تلویزون له اړوندو پاڼو لیرې شوی و.

ملا هبت الله په خپل وروستي پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د دوی رژیم سره د امنیت په ساتلو او نورو برخو کې هم همکاري وکړي.

2 COMMENTS

  1. د ولس د مشروعیت له وجی به فکر نکوم دا زور واکه ډله تر ډیره دوام وکړی. هیواد کی به جنګونه په زیاتیدو وی د همداسی جاهلو مشرانو له وجی. دوی د پاکستان د ستراتیژیک پروګرام یوه برخه ده چی هیواد به بیا تر کلونو ککلونو پوری د اور په لمبو کی وسوځوی.

  2. د جمهوریت په لومړیو کې دوستم ځان ته څه ویل او ډیرې غټی خبري یې کولئ. کرزي غوښتل چې لکۍ ور غوټه کړي. امریکایانو دوه اف ١٦ پورته کړي او په جوزجان کې یې د دوستم په مانور تر سره کړ. دوستم د سرپل ولایت غرني سیمو ته وتښتید او په موتورولا تیلفون کې په ژړا امریکایانو ته عذر کاوه. زه حیران شوم او نا چاره د دوستم خبري او تمتراق د اف ١٦ الوتکو له پرواز وړاندي او وروسته مې مقایسه کړئ. توپیر یې ډیر زیات وو، له پرواز وړاندي د زور خبري او له پرواز وروسته ژړا ګاني او عذر او معذرت غوښتل. په هیبتې ځناور هم همدا کانه سوئ. بلند پروازي یې کوله او د کندهار انفجار دوې ته دا په یاد ورکول وو چې، هدف یی ټرلیب لاري ته راوستل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب