جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسږ د وچې میوې بازار د نورو اخترونو په پرتله کم رنګه...

سږ د وچې میوې بازار د نورو اخترونو په پرتله کم رنګه دی

خبریاله: ډيوه شینوارې/کابل

که څه هم د افغانستان وچه میوه په نړۍ کې له ښه شهرته برخمنه ده خو سږ کال په وطن کې دوکانداران شکایت کوي چې پیر او پلور یې د تیرو کالونو په پرتله کم رنګه دی.

په افغانستان کې د طالبانو د نظام له بیا واکمنیدو سره اکثره کاروبارونه متاثر شوي خو سږ کال د وچې میوې پیرودونکي هم وایي چې د تیرو کلونو پرتله یې پیر کم شوی او زیات شمیر کورنۍ د ګران بیه میوو په ځای ارزان بیه وچې میوې پیري.

د کابل ښار یو اوسیدونکی دل اقا چې د اختر لپاره په وچه میوه پسې بازار ته راغلی تاند ته وویل: پخوا کارونه وو، غریبې کورنۍ به هم د اختر لپاره ګران بیه وچه میوه اخیسته، د نوي نظام په راتګ سره خلک بیکاره دي، څوک چې شخصي کارونه لري د هغوی کارونه دومره ګټه نه کوي ځکه یا وچه میوه څوک اخلي نه یا د دود له پاره ازان بیه میوه اخلي.

یو بله میرمن نظیفه چې د کاپیسا ده او اوس په کابل کې اوسیږي وایي: «د کور ټول لوی واړه په کور ناست دي، سر کال مو اختر ته هغه ډول میوه نه ده اخیستې څه ډول چې مو تیرو اخترونو کې اخیسته، تیره ورځ مو له بازاره نخود، ممیز او چڼه چور راوړي چې میلمه ته یې کیږدو.»

په کابل کې د وچې میوې دوکانداران هم دا مني چې سږ اختر یې بازار د نورو اخترونو په پرتله د وچې میوې پلور کم شوی او د دې علت د پیسو نشتوالی په ګوته کوي.

په کوټه سینګي کې د وچې میوې دوکاندار سید الرحمن تاند ته وویل: «زموږ دوکانداري بیخي ټپه ولاړه نه ده خو د نوي نظام له راتګ سره اکثره خلک بې کاره شوي، پیسې له خلکو سره نشته، نو ځکه د تیرو اخترونو غوندې ډېرې میوې کورنو ته نه وړي.»

په افغانستان کې اکثره کورنۍ د دود په شکل په اخترونو کې د تازه میوې ترڅنګ وچه میوه د میلمنو مخې ته ږدي، خو د وچې میوې لوړ نرخونه او په وطن کې بیکاري د دې لامل شوې چې سږ اختر یا دا دود کمرنګه شي او یا یوازې د دود په شکل ارزان بیه میوې د اختر میلمنو ته کیښودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب