یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه سمنګان کې د حزب التحریر ډلې د ۸ غړو د نیول...

په سمنګان کې د حزب التحریر ډلې د ۸ غړو د نیول کېدو راپورونه

تاند (  شنبه، د حمل ۱۸ مه) راپورونه وایي، چې د طالبانو واکمن رژیم د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې ۸ تنه له حزب التحریر ډلې سره د تړاو په تور نیولي.

یو شمېر طالب پلوو سرچینو ویلي، چې له دغو کسانو څخه یو تن یې د برېښنا شرکت سیمه ییز کارکوونکی و.

د نورو کسانو د هویت په تړاو زیات معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې بېلابېلې دندې او بوختیاوې یې لرلې.

حزب التحریر ډله، چې د داعش ډلې په شان خو د هغې ډلې له رامنځته کېدو لا پخوا په نړۍ کې د دوی په باور، د اسلامي خلافت د رامنځته کېدو لپاره مبارزه کوي.

د دې ډلې ځینې منتقدان باور لري، چې حزب التحریر د داعش ډلې لپاره فکري زمینه برابره کړې او لا هم د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې د همدې نظریې لپاره خلک روزي.

یادې ډلې د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو؛ په ځانګړي ډول پوهنتونونو کې د پام وړ نفوذ کړی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو د مخه، په جمهوري نظام کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو چارواکو د دغې ډلې فعالیتونه غیر قانوني اعلان کړي وو، خو عملاً یې پر وړاندې د حکومت له ادرسه ډېر اقدامات نه وو شوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم د حزب التحریر تر څنګ جمیعت اصلاح ټولنه او نور ټول هغه لوري، چې د طالبانو له اډانې د باندې فعالیت کوي، لغوه او غیر قانوني اعلان کړل.

د دې تر څنګ، طالبانو په ځینو سیمو کې یو شمېر کسان له حزب التحریر ډلې سره د تړاو په تور بندیان کړي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب