دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په امانیه دوره کې د دولت د ملکي مامورینو د مواقفو ویشنه

په امانیه دوره کې د دولت د ملکي مامورینو د مواقفو ویشنه

پوهاند نصرالله ستانکزی

اماني دوره د افغانستان په معاصر تاریخ کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ یوه ښه بیلگه ده.

په دې دوره کې په خپله پاچا امان الله خان او د هغه ملگري په دې باور ول چې له ښې حکومتولۍ پرته یوه سالمه اداره جوړېدای نه شي.

د دې تر څنگ چې په دغه دوره کې نوي اداري تشکیلات را برسیره شول؛ د نورو اقداماتو تر څنگ د اداري مواقفو د تنظیم د پاره ځانگړي مقررات هم نافذ شول. په دی لړ کی یو هم د دولت د مامورینو د مواقفو وېشنه وه. په دغه دوره کی ملکي مامورین د مواقفو له نظره په څلورو ډلو‌ وېشل شوي وو. په دې هکله « نظامنامه د استعفا د ملکي مامورینو»، چې په ۱۳۰۲ لمریز کې نافذ او اته قاعدې (مادې) یې درلودې، د لومړۍ مادې په سر کې داسي وایي:«ملکي کارداران خدمتکار د دولت څلور قسمته دي.». او بیا وروسته همدا قاعده دا څلور ډلې داسي راپیژني:

لومړۍ ډله؛ هغه عالي رتبه مامورین وو چې د پاچا له خوا ټاکل کېدل او د هغوی عزل یا استعفا، یوازي د پاچا په واک کی و. په دې هکله د پورتنۍ نظامنامي (قانون) د اولې قاعدې لومړۍ فقره داسي وایي: «اول قسم هغه مامورین او کارداران دي چې په ځان سره د اشرف پادشاهي اعلیحضرت له خوا غوره او منظوریږي.»

دوهم ډول؛ هغه مامورین ول چې د وزارتونو یا مستقلو ادارو له خوا یې پاچا ته وړاندیز کېده او د هغه له خوا منظورېدل. په دې هکله هم د اولې قاعدې دوهمه فقره داسي صراحت لري:« دویم قسم هغه مامورین دي چې د وزارت یا مستقله مدیریت له خوا خوښ او د شاهانه حضور له لوري منظوریږي.»

دریمه ډله هغه مامورین وو چې د هغوی د ټاکلو واک د وزیر یا د خپلواکې ادارې صلاحیت شمېرل کیده. بیاهم په په دې هکله د ذکر شوې قاعدې دریمه فقره داسي وايي: «هغه مامورین دي چې د مرکې د غوره کولو د مامورین د وزارت یا مدیریت مستقله له خوا خوښ او د وزیر یا د مستقل مدیر له لوري منظوریږي.»

که پورتنۍ فقرې ته پاملرنه وشي لیدل کیږي چې د مسلکي مامورینو د غوراوي یوه کمیټه د وزارتونو او مستقلو ادارو په چوکات کې موجوده وه. او څلورمه ډله هغه مامورین وو چې د ولایت یا د لویې ولسوالۍ د مشورې د جرگې له خوا یې وړاندیز ولایت یا اعلی حکومتونو (لویې ولسوالي) ته په گډه کیده او د منظورۍ له پاره یې د والي یا لوی ولسوال له لوري وړاندیز اړونده وزارت یا مستقلی ادارې ته استول کیده او د منظورۍ صلاحیت یې مرکز درلود. په دې هکله د نوموړې نظامنامې څلورمه فقره داسي وایي: «هغه مامورین دي چې د نایب الحکومه او اعلی حاکمانو له خوا په تجویز د مشورې مجلس غوره او ټاکل کېږي، او حاصلول د منظورۍ د وزیر یا مستقل مدیر مستقل متعلقه د ده ضروری وي.»

همداشان په دغه نظامنامه کې وړاندوینه شوې وه چې د دولت د نورو کارکوونکو لپاره به (چی ښایي موخه يې اجیران او خدماتي پرسونل وو) بل تقنیني سند وضع شي، خو دغه سند نه دی نافذ شوی او نه شته.

4 COMMENTS

  1. پاچا صاحب د یو چا پر علمي مقاله باندې د یو چا د شخصیت د توهین او سپکاوي په اساس تبصره کول د عقده مندو. حسودو او د احمقو کسانو کار دی. که د استاد د لیکنې پر محتوا څه وایې او نقد لرې نو ډیره ښه خبره ده او کنه نو د چا اړوند تهمت بيانول او هغه هم په مستعار نوم د غیرت لرونکي شخص کار نه دی.

  2. پاچا صیب ورشه د ملا هیبت په امر معروف کې ځان مقرر که. سپينه چپن به دې اغوستې وي،د چټلې ږيرې او یوه لویشت رابډوهلو پايڅو سره. ستا ځای علمي بحث نه دی.

  3. نصرالله ستانکزی د کابل پوهنتون یو بااستعداده استاد او علمي شخصیت دی . د هغه لیکنې تل په زړه پورې او هر اړخیزې دي . هغه خپل هېواد ته د وطندوستي په روحیه زرګونه محصلین روزلي او د دوی خدمتونه د تقدیر او تحسین وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب