سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد نجیب الله جامع پر ژر خوشې کېدو د یو شمېر لوریو...

د نجیب الله جامع پر ژر خوشې کېدو د یو شمېر لوریو او فعالانو ټینګار

تاند (  شنبه، د حمل ۱۸ مه) یو شمېر سیاسي او ټولنیز لوري او فعالان د طالبانو له رژیمه غواړي، چې د پوهنتون استاد او سیاسي فعال نجیب الله جامع ژر له بنده بېرته خوشې کړي.

ښاغلی جامع څو ورځې د مخه له کابله د طالبانو ځواکونو نیولی، چې تراوسه یې د نیول کېدو په تړاو کوم وضاحت نه دی ورکړل شوی او برخلیک یې نه دی معلوم.

قاضي نجیب الله جامع، چې  په رسنیزو بحثونو کې د فعال حضور په ترڅ کې یې د طالبانو د رژیم سخته ننګه کوله او ورسره یې د نجونو د زده کړو او د خلکو د سیاسي او مدني حقونو ملاتړ کاوه، په وروستیو کې یې د طالبانو پر رژیم ځینې نیوکې کړې وې.

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين فعالانو په یوه اعلامیه کې د نوموړي د نیول کېدو په اړه غبرګون کې ویلي: له بده مرغه ګورو، چې د نجونو د تعليم په مسأله کې د معترضو ښځو تر نيولو وروسته اوس د هغو شخصيتونو د نيولو لړۍ هم پيل شوې ده، چې په ډېره سوله ييزه خو منطقي ژبه د هېواد د ملي ګټو، د ولس د سوکالۍ او حتی د اوسني نظام د پايښت خبرې کوي.

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین به اعلامیه کې طالبانو ته د داسې فعالانو د نیول کېدو د ناسمو پایلو خبرداری ورکړل شوی او زیاته شوې:موږ د اوسني نظام پر چارواکو غږ کوو، چې د خلکو او په ځانګړې توګه د علمي او ټولنيزو شخصيتونو له وېرولو، ترهولو او نيولو دې لاس واخلي، د هغوی سالمو مشورو ته دې غوږ ونيسي او په هېواد کې د تلپاتې سولې، عدالت او پرمختګ لاره اواره کړي. دا مو بايد په ياد وي، چې چېرته د سوله ييزو غږونو مخه نيول کېږي، هلته په لوی لاس تشدد او بغاوت هڅول کېږي، چې دا د هېچا په خير هم نه دی.

د طالبانو یو شمېر مطرحو مدافعانو هم د نجیب الله جامع په نیول کېدو توند غبرګون ښودلی.

له دې ډلې یوه مشهور طالب پلوي سیاسي کارپوه ډاکټر هاتف مختار ویلي، چې دوی او ګڼ نور طالب پلوي فعالان د نجیب الله جامع په شان له طالب رژیم څخه د نجونو د زده کړو ، بیان ازادۍ او خلکو ته د سیاسي او مدني حقونو د ورکړې غوښتنې لري.

د ده په وینا، که طالبان په دغو غوښتنو خپل ملاتړي او منتقدان نیسي، دوی هم د سر په بیه خبلو غوښتنو او مبارزو ته دوام ورکوي.

طالب چارواکو تر اوسه د نجیب الله جامع د نیول کېدو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

نجیب الله جامع په سیاسي بحثونو کې د ګډون او پوهنتون کې د تدریس تر څنګ له تاند وېب پاڼې سره هم وخت پر وخت قلمي همکاري لرله.

د  افغان نجونو پرمخ د ښوونځیواو پوهنتونونو بند پاتې کېدل ملي تراژېدۍ ده – تاند (taand.net)

د پنجاب ځیره خواره ملاه ته | قاضي نجیب الله جامع – تاند (taand.net)

5 COMMENTS

  1. USTAZ NAJIBULLAH JAMEE SAHIB IS ONE GREAT PERSON, HE GOT WIDE STUDY,
    I THINK THIS IS PAKISTANI AGAINST LEADER LIKE GANRAL MUBIN SAHIB,
    WHY TALIBS ARREST WHO ARE AGAINST PAKISTAN.
    I WANT LONG LIFE FOR NAJIBULLAH QANEE SAHIB,
    I HOPE TO BE SAFE,
    THANK YOU

  2. محترم جامع صاحب د پوهنتون استاذ او د اسلام او ملی ګټو منطقی او علمی باحثینو څخه وو ،هغه ندی ویلی چي وطن وران کړی یا کوم بل منکر باندی یی امر ندی کړی ، لدی نه چي عالم دی د وطن او ملت په ګټه یی اظهار د خپل خیرخواهی کړی او په معصیت کی که څوک اطاعت غواړی هغه دی خپل ځان اصلاح کړی او شکر دی وکړی چی دا ملت دغسی رجال لری چی د سلطان جاير په وړاندی کلمه د حق اظهاروی او دا افضل جهاد بلل شوی.
    ټولواک سر تمبه او غاصب حکام باید پوه شی چي د علم او ایمان سره ټکر د مومن کار ندی او ډیر نه جبرانیدونکی عواقب لری.

  3. د یو مستبد او غلام رژیم خصوصیات همدا دئ چې، جامع او د ولس روڼ انده وګړي یې تر ستونې نه تیریږي. جامع صاحب په خپله فصیح او معقوله ژبه د پنجاب د استثمار او استبداد دروازي ماتي او قلابي ماڼی یې له تزلزل سره مخامخ او له مخ څخه یې د ریا نقاب د حقیقت او حال په ژبه تر پښو لاندي کړ. د جامع صاحب، نیول د پنجاب په امر سوي او اجراعات یې په کابل کې د هغو کسانو په لاس تر سره شوي چې، لورګاني او خزې یې اوس هم په اسلام اباد او کراچي کې د ای آیس ای په اسارت کې دي.
    د دغه مستبد او غلام رژیم ورځي هم په شمار دئ. د جامع صاحب د روغتیا او آزادي په هیله!

  4. داسې معلومیږي ، چې د ټالب ورکاوی هم رانژدې شو.
    په ټولنه کې مشهورو کسانو او د محبوبو شخصیتونو نیول ، شکنجه کول ، بندیانول او اختناق ، ظلم او ستم نه کار اخیستل د دې سبب کیږي چې ولس ‌ذهنآ د جابرو حاکمانو پرضد قیام ته وهڅول شي .

  5. د ښاغلی نجیب الله جامع نیول کیدل به طالیبانو ته لویه صدمه ورسوی. کله چه ښاغلی جامع نیول کیږی د دي معنی داده چه ټول افغانستان بندی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب