شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د  افغان نجونو پرمخ د ښوونځیواو پوهنتونونو بند پاتې کېدل ملي تراژېدۍ...

د  افغان نجونو پرمخ د ښوونځیواو پوهنتونونو بند پاتې کېدل ملي تراژېدۍ ده

لیکوال او شنونکی: قاضي نجیب الله جامع

نوی ۱۴۰۳ ښوونیز او پوهنیز کال د افغان ملالو لوڼو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو او پر افغانستان د نجونو پرمخ د پوهنیز بهیر د بندیدو له پلوه څلورم ښوونیز کال ده.

افغان مسلمان ملت دا هیله لرله چې پر نوی ۱۴۰۳ تعلیمي کال کې به د وطن د مستورو، هوښیارو او با استعدادو لوڼو پرمخ د روښنایې، ځان پیژندنې، خدای پیژندنې او د ملي ګټو او ارزښتونو د پالني مرکزونو ( ښوونځیو + پوهنتونونو) دروازی پرانېستل شي، افغان نجوني به یوځل بیا د هېواد د سیالۍ په لار کې د پسرلي له پیل سره د خپلو مړاو هیلو د غوټیو غوړېدو چانس ولري، موجوده مایوسي به په خوښۍ او رضایت بدله شي، درې سوه او پنځه دیرش زره ( ۳۳۵۰۰۰) نجونې به له شپږم ټولګي څخه اووم ټولګي ته د نوی منځنئ پوهنیز پړاو سفر پیل کړي، د لیسې دورې فارغې نجوني به د پوهنتون او لوړوزدکړو لرلو ارمان ته ورسیږی او د روان ۱۴۰۳ کال په پای کې به موږ هڅه وکړو چې د تیرو ۳ کلونو شاتګ که جبیره نه کړو ولي هېواد او ولس ته د خدمت په لار کې نوی کدرونه وړاندې کړو.

هیله دا وه او دا ده چې د پکتیکا په ګیان کې بیا طبیعی ناورین د لسګوونو او سلګوونو افغان ښځو ژوند د ښځېنه روغتیاپالي د نه شتون له امله له لاسه ورنه کړي، د بدخشان د وردوج او یمګان ولسونه یوه ناروغه میرمن او ماشوم په سختو واورو کې د درملنې په پار ۴ او ۵ ساعتونه په اوږو یوه نسي، په هلمند، دایکندي او غور کې د میندو او ماشومانو مرګ کم شي او د دې ټولو تر څنګ بیا د وحیدالله د پلار غوندې ۸ ورځي په تورخم کې د پاکستان د ملېشو له خوا  د تورخم د تړل کېدو سره، د خپل مړه زوی جسد ته په سړک سباه نه کړی او یا مو ناروغان د پاکستان پر زندانونو کې د درملني په موخه په زندان کې شهیدان نه شي.

د دې ټولو تراژیدیو د پای ترڅنګ موږ په ۲۱مه پیړۍ کې ژوند کوو، هغه نړۍ چې مریخ ته په ختلو کې سیالي کوي، هغه نړۍ چې د یوه الماني په سهارنی چایو کې د چین تازه سابه، د پولنډ حیوانی لبنیات او د خلیج خورماه شامله وي، هغه نړۍ چې زموږ پر ګاونډ کې چین پکې د علم او ښوونځی په برکت نن د نړۍ ستر اقتصادي، نظامي، سیاسي او ټیکنالوژیکي بلاک او ابر قدرت ده، هغه چین چې د علم په برکت ۲۱مې پیړۍ ته لویدیځوال چینې پیړۍ وایې، هغه چین ترغږ چټک هایپرسونیک توغندې لري. تر چین ور اخوا بې وزله هندیان نن د علم او علمي لاسته راوړنو له کبله د نړۍ ۵ اقتصادې قطب ده، سنګاپور پکې د نړۍ ترانزیټي څلورلارې ده، اخوندې ایران هم پکې د هستوی کېدو خواته روان ده، د قطر د شاهی هېواد مسلماني پیلوټانې پر خپل حجاب او هویت کې د اروپا او نیمی نړۍ ترمنځ هوایې پراوزنه کوي، د مرکزی اسیا هغه هېوادونه چې آزادی یې موږ د خپلو قربانیو او غیرتونو محصول ګڼو هلته نن د یوه تاجک، ازبک، قزلباش، قرغیز او ترکمنستانی ورځنی سړي سر عاید زما تر کلني عاید ډیر ده، ترکمنستان په اسلامي نړۍ کې یو له هغو هېوادونوده چې ۶۰ سلني ښځی یې د پوهنتونونو رهبري کوي، اندونزی، مالیزی، ترکیه او تازه سعودی عربستان او عرب متحده امارات د قطر پر شمول اوس په هغو اسلامي هېوادونو بدلیږی چې ملتونه یې نه یوازی د خوښ ژوند، هوسا اقتصاد او پیاوړي نظامونو خاوندان دې بلکي هڅه یې دا ده چې څنګه کولای شي مسلماني ښځي د دوي د ټولني په رهبری او لویو پریکړو کې برخوالي کړي، اندونزی، مالیزی او ترکیه په دې برخه کې د یادونې وړ نومونه دې، د اردوغان د عدالت او پراختیا په ګوند کې د ترکیه د ټولو سیکولر ګوندونو پر خلاف ډیری ښځي فعالي دې، د هغوی لویه سلنه تر ماسټرۍ، دوکتورا او تخصصونو ځانونه رسولي او نن د ترکیې د اسلامي او عثماني هویت ویاړمن استازیتوب کوي.

نو په ۲۱مه پیړۍ کې چې اسلامي او ټوله انساني نړۍ د ښځو خوځنده ونډي او ځایګي ته دومره پراخ ارزښت ورکوي او دا چاره د خپلو هېوادونو د سیالۍ او د ملتونو د راپورته کېدو عزتمنده لاره ګڼي، موږ ولي د کابل او زموږ د ملي ګټو د قبلي پر ځای د ترکستان په لاره روان یوو، ترکله به د تاریخ د بد تکرار قیامتونه، ماتمونه او تراژیدۍ زغمو، ولي د مقتدر او سرلوړی افغانستان دښمنانو ته روایت او فرصت ورکوو چې افغانستان پرانزواء کې پاتې شي، ملي خوابدۍ او ناخوښۍ رامنځته شي او پر لویه کې دوی د افغانستان پر محکومیت او شاتګ کې د خوښۍ اخترونه ولمانځی، ایا دا عاقلانه ده، همداوس د سرپرست حکومت دننه د افغان ملالو نجونو د زدکړو په برخه کې د پراخې اجماع او لیوالتیاء خبره کیږي، دا اجماع څوک ننګوي، ولي یې ننګوي ایا هغوی به سبا د خپل مسلمان ملت او تاریخ پر وړاندې ځواب ووایې، هغوی چې د زدکړو مخه یې نیولي ایا نه پوهیږی چې پر وړاندې یې تاریخ ولاړ ده، د تاریخ د محکومیت بیه او پور در مالوم ده؟؟؟…

نو پر همدې پار موږ او زموږ مسلمان ملت نږدې دوه کاله او اته میاشتي همدا غږ بدرګه کوو چې زموږ مشروع، رواه، خدای راکړې او ملي حق زدکړه راکړه، لور ته مې اجازه ورکړه چې زدکړه وکړي، د خپلي خوښې پوهنځۍ ووایې، ډاکتره شي، انجنیره شي، ډیپلوماټه شي، ښوونکی شي او پر ټوله کې د لوړوزدکړو له لارې افغان ښځه پر ټولنه کې د خپلو پراخو وړتیاوو څخه د افغانستان د عزت او سرلوړتیا په لار کې ګټه واخلي.

اما په خواشینۍ سره چې زموږ د ملي ګټو، ولسي اجماع او د افغانستان د ثبات دا غږ هېڅ چا هم وانه ورېدل، د ولس له سوله اییزو او رواه غوښتنو سره د یوه مسوول حکومت په توګه چلند ونه شو، د ولس او واکمنو ترمنځ د خواشینۍ دا واټنونه اوس پر یوې مطلقي ملي مایوسۍ، بې وسۍ، ناهیلۍ او ناخوښۍ بدل شوې او زموږ ویره دا ده چې د واکمنو دا ډول بې باکانه چلندونه به د افغانستان د راپورته کېدو، عزت او ښې سبا په لار کې ګڼ زرین او تاریخي چانسونه ضایعه کړي او بدرنګه ننګونو ته به شرایط برابر کړي.

پر همدې پار یوځل بیا لکه څنګه چې هر سهار پر خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې چې د نجونو پر زدکړو او د ښوونځیو او پوهنتونونو پر خلاصون ټېنګار کوو، دلته یوځل بیا پر واکمن سرپرست حکومت غږ کووم چې د افغان ملالو نجونو زدکړه یوه خدای ورکړی حق، دیني فرض، زموږ د ملي ګټو واجب، د افغان مسلمان ملت رواه غوښتنه او اصولي داعیه ده، افغانستان یوازی د زدکړو، تعلیم، علم او پوهي له لارې بدلون کولای شي، د عزت مزلونه وهلی شي او په نهایت کې د ملي ثبات مراندې ټېنګولای شي.

نو ځکه ښوونځیو او پوهنتونونو ته د افغان نجونو تګ غواړو، هېڅ ډول دلیل، توجیه او منطق نشي کولای چې یو نسل له دې فرض حق څخه محروم کړي، ښځه زموږ د ټولني نیمه برخه ده، هغه حق لري زدکړه وکړي، د خپلي خوښې پوهنځۍ ولولي، کار وکړي، پر ټولنه کې یې رایې او نظر ته درناوی وشي او پر لویو ملي او سیاسي پرېکړو او بهیرونو کې یې حضور ته شرایط برابر شي.

د دې ترڅنګ واکمن سرپرست حکومت باید هڅه وکړي چې د افغان ملت پر رایه او تصویب یو ټول منلي منتخب اساسي قانون ولري، پردغه اساسي قانون کې د افغان ولس ټول اساسي حقونه ورکړل شي، ملت ته مراجعه چې سراسری، راڼه او عادلانه انتخابات دې تضمین شي، سیاسي فضاه خوندې او ټول د سیاست کولو حق ولري، پر ځانګړي ډول داسې سیاسی او ملي ګوندونه باید رامنځته شي چې کابل یې د ګټو قبله، د افغانستان ملي او تاریخي ثبات یې فلسفه او د قومي، ژبنیزو او فرقه ایې عصبیتونو پرځای اسلامپالنه او ملتپالنه یې د جوړښت اصلي تومنه وي.

دا ټول سمونونه به د اوږدمهاله ملي ثبات بنسټونه شي، د قدرت او واک منفي سیالۍ او استخباراتي ډغرې به پای ومومي او ګران افغانستان به چانس ولری چې خپل ټپونه ډیر ژر درمان کړي، ملي ترمیم ته به شرایط برابر شي او افغانستان به د لومړی ځل لپاره له کورنیو تباه کوونکو بوختیاوو پر سیمه اییزه او نړۍ واله کچه د خپل دریځ، غږ، غبرګون او خبرې خاوند شي.

ولي دا هرڅه د افغان ملالو لوڼو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له خلاصون پرته ناممکن، محال او هسي خبرې دې+++.

3 COMMENTS

  1. ښاغلې جامع صاحب، په عمر، قلم او ژبه مو برکت او الله ج دی روغتیا او سلامتیا په نعمت ونازوه. ستاسو ملي احساس د ستاینې وړ دي. ای کاش مونږ ستاسو په څیر پوه خلک درلودي او یا دا توفیق ، کفایت او درایت مو درلودي چې ستاسو په څیر منورینو څخه مو سالمه ګټه پورته کړي وائ. زه پوهیږم چې تاسو په هیواد کې دننه یاست او ټپل سوي استبدادی نظام د انسان حقوقو ته ملتظم ندي نو د عنوان په ټاکلو کې مو یو څه له احتیاط څخه کار اخیستي. او کنه د مضمون عنوان مو ملي تراژیدۍ نه بلکې ” ملي خیانت ” په کار وو. تراژیدۍ چې په هر ځاې راوګرځوي جبران دروند کار ندي، خو ملي خیانت په هیڅ حالت کې د جبران
    وړ ندي. بیا هم یوه نړۍ مننه او بریالیتوب مو غواړم.

  2. ښاغلی جامع صاحب!
    کله چی کار او ملی امانات اهل ته یی ونسپارل شی ،نو امانات ضایع
    کیږی او دا حکم د بماانزل الله سره سم ندی نو قرآن وایی چی نتیجه به ظلم ،فسق یا کفری عمل وی .
    اوس عجیبه دا ده چي پدی مورد کی ملا قرآن نه منی ،کرسۍ غصب کوی یعنی زور او زر ته ترجیح ورکوی نو یواځی د ملالو نه چي ګڼ حقوق ضایع کیږی نو اصلی علاج او قرآنی نسخه دا ده چی ایماندار حکام کار اهل ته وسپاری او طالب له جامع الکمالات موقف نه راکوز او خپل ځای وپیژنی ؛و هذا هو الاسلام.

  3. ښاغلی جامع،
    تاسې انصافًا د همدغې تراژيدۍ يوه برخه ياست. تاسې د همدوی ملاتړ کولو چې نن، پرون او وړمه ورځ هم د همدې ملي تراژيدۍ پر ضد روحيه له پنجابه روزل شوي وو. طالبان (پاکستان) په پيل کې هم پخپلې لومړۍ دوره کې د نجونو د زده کړو سرسخت مخالف ول. پرون هم پخپله شل کلنه جګړه کې د دې کار سرسخت مخالف ول. تا ته پته ده چې د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې هېڅ د نجونو يو ښوونځی هم خلاص نه وو. تا ته به پته وي چي همدې طالب په ځينو سيمو او ولايتونو کې د ځينو نورو لپاره ښوونځي خلاص پرېښي وو او هېڅ ډول کار يې ورسره نه لرلو. د هغوی لوڼې ښوونځي ته تللې، خو د پښتنو نه چې زده کړه د پښتنو او پښتون مېشتو سيمو او مناطقو لپاره حرام بالله وه او ته ښه پوهېدې، خو بيا هم عناداً دې د دې اوسنيو واکمنانو لاسنيوي او ملاتړ کولو او نن هم هغه دی چې دوی عملاً په واک کې دي بيا هم په ټوله کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند دي او هر ډول زده کړې د نجونو پر مخ منعه او ښوونيز بنسټونه د يوې اسانې او ملموسې پلمې تر پوښښ لاندې بند دي چې موږ ورته مصؤون اسلامي چاپيريال جوړوو، خو ته شاهد اوسه چې دا ډله ذهنًا او له رواني پلوه دېته جوړه نه ده او نه د دې لپاره ورته پنجاب روزنه ورکړې ده چې هلته دې نجونې زده کړې وکړي.
    له بده مرغه تاسې د يو لوستي په توګه د داسې يو چا ملاتړ کړی دی چې هغه د نجونود زده کړې سره له هر اړخه جوړ نه دي او دا زغملی نه شي. اوس خو اوبه له ورخه تېرې دي که تاسې هر څه وواياست او يا نه، څوک دې خبرې ته غوږ نه نيسي ان تر دې چې د عباس ستانکزي خبرو ته څوک ارزښت نه ورکوي، نو ….
    له بده مرغه چې موږ تېر هېر کړو او ډېر ژر د نورو بېګانه څارګرو ادارو تر استخباراتي او تبليغاتي نفوذ لاندې راشو پرته له دې چې عواقب يې وسنجوو.
    ګرانه طالب ته چې دا خبرې کوې دا داسې مانا لري، لکه يو څوک چې اوښ ته رباب وايی.
    له نالوستي او پردي ذهنيت روزل شوي طآلبه دا تمه مه لره چې هغه دې هغه کار وکړي چې هغه د افغانستان او د دې ولس په خير/ګټه وي. دا د پنجاب يو بل سخت ګوزار وو چې موږ ته يې د وخت د يو شاهد په توګه راکړ او څه نه شو کولی.
    جامع صاحب،
    تاسې خو يو لوستی شخص ياست او په ټول درناوي،
    تاسې څنګه انګېرۍ چې که بالفرض همداسې لوبه له پنجاب سره وشي او د هغه ښووځي وتړل شي او نجونې يې له زده کړو منعه شي، ايا هغوی به دا کار وزغمي؟
    نه هېڅکله نه،
    نو چې هغوی يې زغملی نه شي، نو موږ يې څنګه وزغمو؟
    هغوی له انګريزي قانون ورپاتې د هيرا بد نامه منډي د خپل مالياتي مدرک او هم د ورپاتې زوړ انګريزي قانون له مخې هغه د بد لمنۍ مرکز تړلی نه شي او حال دا چې پاکستان له غاښونو پورې له مدارسو ډک دی، خو يوه مدرسه دېته تياره نه شي چې يوه ورځ د هغې پر ضد لاريون وکړي، نو موږ يې ولې پر خولې دا شل کاله راتپل شوې جګړه د مذهب په نوم مخته يووړه؟
    هغوی پء خپلې هغې بدنامې منډي سترګې پټې کړي دي او هېڅ نشته، خو زموږ ښوونځي د فحضاو مرکزونه ول، ايا دا عقل ومنطق مني؟
    ايا موږ واقعًا د فحشاء په تعريف پوهيږو؟
    که پوهېدای، نو موږ به په دا شل کلنه جګړه کې خپل ښوونځي چې د زده کړو بنسټونه دي د هغه تورمخي پنجابي له هيرا منډي چې د بد لمنۍ او فحشاء لپاره جوړه شوې او په قانون کې ورته ځای ورکړ شوی پېژندلی وای، نو موږ تر همدا ننه پورې خپل ښوونيز بنسټونه او د نورو د بد لمنيو ځايه سره پېژندلی او تميز کړی وای، خو له بده مرغه چې په موږ کې دا تومنه (استعداد/وړتيا) نشته چې لږ تر لږه خو دغه دوه بېلابېلو فکتورونه او عوامل، محرّمات او مشروعات مو يو له بله جلا کړی وای.
    په دې هيله چې د نالوستي او غبي طالب او د ځان په شان د يو لوستي په توګه مو اوس ذهنيت پر دې خلاص شوی وي چې له غلام ذهنيته طالب د خير تمه نه کيږي او خدای ته به صبر کوو چې څه کيږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب