شنبه, اپریل 27, 2024
Home+نوی کال او د يوې مکتبۍ فرياد / ښکلا نور 

نوی کال او د يوې مکتبۍ فرياد / ښکلا نور 

(ښکلا نور درې کاله مخکې د اتم ټولګي زده کوونکې وه.) 

نوی کال او د يوې مکتبۍ فرياد

څو کاله وړاندې به د نوي کال راتلو ته ډېره خوشحاله وم. ټول ژمی به مې درسونه وويل. په نوي کال کې به له نويو هيلو او نوو جامو سره ښوونځي ته روانه شوم. د ښوونځي له زياترو مضمونونو سره مې مينه درلوده. يوازې د حرفه او دري مضمونونو په وخت کې به د ښوونځي په باغچه کې پټېدم او هلته به مې لوبې کولې. د ساينس، فزيک او جغرافيې مضمونونه به مې ډېر خوښېدل. لويه هيله مې دا وه چې ساينس‌ پوهه شم او د کايناتو پر ډېرو رازونو پوهه شم. له همدې کبله مې شپه ډېره خوښېده؛ ځکه له ستورو سره به مې پکې خبرې کولې، له هغوی سره مې مينه درلوده او د هغوی په اړه به مې په ارامۍ فکر کاوه، او د خيال په وزرو به ورپورته کېدم.

اوس د هرې ورځې په تېرېدو زما يوه يوه هيله ماتېږي. ځينې وختونه ډېره هڅه کوم، چې خپلې ماتې ماتې هيلې راټولې کړم او کار پرې وکړم تر څو بيا د پخوا په شان جوړې شي او پر رغولو ځان خوشحاله کړم. په همدې موخه مې کورسونو ته مخه کړه، انګليسي ژبه مې زده کړه، پکې استاده شوم، اوس په يوه ديني مدرسه کې نجونو ته د انګليسي ژبې درس ورزده کوم. خو ځان داسې راته ښکاري، لکه په دې کارونو چې يوازې ځان غلطوم او د زړه خوشحاله کولو لپاره ځان ته دروغ وايم…

هيلې مې ډېرې ماتې شوې دي، آن له خاور سره خاورې شوي دي خو ما يې تل د بيا جوړولو هڅه کړې ده. هغه هيلې چې زما ټول وجود ته يې انرژي او روښنايي ورکوله، بې قووته او بې نوره شوې دي. د ډېرو زخمونو له امله مړاوې شوي دي. نو نوی کال به زما لپاره څه معنا ولري؟ څه خوښي به راوړي، ايا زما ماتې هيلې به بېرته راجوړې کړي، او د پخوا په شان به له ځان سره د علم خوښي او د ښوونځي د زنګ ازانګه راوړي. 

د تېر کال روژه مې ټوله په دعاګانو تېره کړه، ما ويل چې شايد په دې ظالمه نړۍ کې يوازې خدای زما غږ واوري خو دا دې اوس بله روژه راغله…. آه! …. نوره ستړې شوې يم… له ژونده ډېره ستړې شوې يم. 

ځينې وختونه وايم، کاش زه د جهالت دور په عربو کې پيدا شوې وای او بيا يې ژوندۍ خښه کړې وای، تر خاورو لاندې به وم، له هر څه ناخبره. په څلور ديوالونو کې خو به داسې نه وم بنده، چې نه مړه کېږم او نه ازادېږم او يا په اوسني فلسطين کې وای. نور مسلمانان خو به زما پر سخت ژوند خپه وو.  په دعاګانو کې خو به ياديدلای او که وژل کېدای، يو ځل به مړه کېدم، نه په سلګونو او زرګونه ځلې او هر ه ورځ.

کله تر نيمې شپې خدای ته وژاړم، يوازينۍ هيله چې راپاته ده، هغه د خدای مرسته ده. خو بيا فکر کوم، چې شايد خدای هم له ما خپه وي. په دې نړۍ کې هېڅوک زما د سوي زړه ناري نه اوري.

نو نوی کال به زما دا ټولې ستونزې له ما واخلي؟ زما بې معنا ژوند ته به معنا او ښکلا وروبښي؟ د هغو په تورو زړونو کې به د رڼا يوه سپرغۍ وربله کړي، چې زما هيلې يې له خاورو سره خاورې او زما ژوند يې له تيارو ډک کړ او زه يې په څلورو ديوالونو کې ژوندۍ خښه کړې یم؟ 

نو اې نوي کاله!

ولې درته خوشحاله شم چې ته زما هيڅ مشکل نه‌ شې حل کولی. يوازې يو کار کولی شې، زما سترګې اوښلنې کولی او د ناهيلو زيري راوړلی شې او نور هيڅ نشې کولی…هيڅ….



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب