یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+مصنوعي ذهانت مو له مازغو جنسیت معلوموي

مصنوعي ذهانت مو له مازغو جنسیت معلوموي

تاند – څېړونکو د مصنوعي ذهانت یو ماډل اختراع کړی چې د یو چا جنسیت د هغه د مازغو په سکن کولو معلوموي.

د نیورو ساینس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د سټنفورډ طبي پوهنتون څېړونکو داسي مصنوعي ذهانت نندارې ته وړاندې کړ چې تر څه باندې ۹۰ سلنه د یو چا د مغزي فعالیت د سکن کولو له لارې د هغه جنسیت معلوموي.

دا ساینسي پرمختګ د هغې نظریې ملاتړ کوي چې د جنسیت پر اساس په مازغو کې مهم توپیرونه شته.

دا څېړنه همداراز د انسان په مازغو کې د جنسیتي توپیرونو د شتون په اړه د پخوانیو بحثونو له حل کولو سره مرسته کوي.

په عین حال کې دا پرمختګ د اعصابو او روحي ناروغیو (neuropsychiatric) په درملنه کې، چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر لري، مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب